ملګروملتونو او اروپایی اتحادیې دامریکا اقدام وغاند
-
د واشنګټن لخوا د یواړخیزه فیصلو ترسره کول د نړۍ دصلحې او ثبات په تاوان او د فلسطین دشخړې دحل لپاره دهڅو دبې اغیزه کول دي .
زمونږخبریال وایی د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوترش او د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مسولې فیډریکا موګرینی دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د بیت المقدس په رسمیت دپیژندلو لپاره دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اقدام وغاند .
د ملګرومتلونو سرمنشی انتونیو ګوترش پرون دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د بیت المقدس په رسمیت دپیژندلو په اړه د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غندلو سره وویل دغه اقدام په مینځنی ختیځ کښې د صلحې د لرلید په خطر کښې دلویدو سبب کیږی .
هغه وویل بیت المقدس یوه(۱) حساسه موضوع ده چې باید د ملګروملتونو د عمومی ټولنې او دامنیت شورا د پریکړه لیکونو پراساس د اسرائیلواو دفلسطین دمشرانو ترمینځ نیغ په نیغه خبرو سره حل شی .
دملګروملتونو سرمنشی په دې خبرې ټینګار سره چې د فلسطین او د اسرائیلو د دوو(۲) حکومتونو له جوړیدا پرته بله هیڅ لاره نشته د اسرائیلو د پلازمینې په توګه د بیت المقدس د پیژندلو او دغه ښار ته د واشنګټن دسفارت د انتقالو لپاره د هڅې په اړه یې دامریکا اقدام په سیمه کښې د موجود تاوتریخوالی د زیاتیدا سبب وباله .
داروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست مسولې فیډریکا موګرینی هم د صهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د قدس په رسمیت دپیژندلو لپاره دامریکا دهڅې په غندلو سره د واشنګټن لخوا د یواړخیزه فیصلو ترسره کول د نړۍ دصلحې او ثبات په تاوان او د فلسطین دشخړې دحل لپاره دهڅو دبې اغیزه کول وباله .