دیمن عسکرو دسعودی عربستان ګوډاګیان هلاک کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60663-دیمن_عسکرو_دسعودی_عربستان_ګوډاګیان_هلاک_کړی
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ دیمن پوځ او ولسی کمیټیو په دغه هیواد دسعودی عربستان د تیریګر ائتلاف دجنګی الوتکو حملوته په ځواب کښې په بیلابیلو سیمو کښې په څو عملیاتو کښې دعربستان ګڼ شمیر ګوډاګیان هلاک او یا ژوبل کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 07, 2017 02:27 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان دیمن دخلکو پرضد جنګ کښې سخته ماتي خوړلي ده او له شاتګ پرته بل هیڅ لاره نلري .
    سعودي عربستان دیمن دخلکو پرضد جنګ کښې سخته ماتي خوړلي ده او له شاتګ پرته بل هیڅ لاره نلري .

العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ دیمن پوځ او ولسی کمیټیو په دغه هیواد دسعودی عربستان د تیریګر ائتلاف دجنګی الوتکو حملوته په ځواب کښې په بیلابیلو سیمو کښې په څو عملیاتو کښې دعربستان ګڼ شمیر ګوډاګیان هلاک او یا ژوبل کړل .

دیمن په شمال کښې په الجوف ولایت  کښې په الغیل سیمه کښې دیمن د پوځ او د ولسی کمیټیو د توپونو په ډزو کښې دسعودی عربستان ګڼ شمیر ګوډاګیان هلاک یا ژوبل شول .

د یمن ګډو ځواکونو په الجوف کښې  په المتون سیمه کښې په صفر الحنایا کښې دسعودی عربستان دګوډاګیانو یو (۱)پوځی ګاډی تباه کړ .

د سعودی عربستان جنګی الوتکو هم دیمن په نهمې (۹)سیمې کښې په« رماده  »او  «عیال محمد »کلی درې(۳) ځله بمبارې وکړې .

په یمن دسعودی عربستان په حملو او بمباریو کښې چې دامریکا ، انګلستان ، متحده عربی اماراتو او داسرائیلو په مرستې سره کیږی تراوسه څه دپاسه دیارلس زره (۱۳۰۰۰)بې ګناه خلک وژل شوی او په لسګونو زره نور ژوبل شوی هم دی .

سعودی عربستان دیمن دخلکو پرضد جنګ کښې سخته ماتی خوړلی ده او له شاتګ پرته بل هیڅ لاره نلری .