اسرائیلو دامریکا دولسمشر داقدام هرکلی وکړ
-
دامریکا ولسمشر له خزانې وزارت وغوښتل چې له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د واشنګټن د سفارت د انتقالولو سریزې برابرې کړي .
زمونږخبریال وایی دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د بیت المقدس په رسمیت دپیژندلو لپاره دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فیصلې سره د نړیوالې ټولنې له پریکنده او منفی غبرګون سره په یووخت داسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو یوازنی سړی وو چې د امریکا په دغه اقدام یې خوشحالی څرګنده کړه .
دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو بیګا په یوه(۱) پیغام کښې د اسرائیلو د رژیم دپلازمینې په توګه د بیت المقدس په رسمیت دپیژندلو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ فیصله دصهیونیسټانو لپاره تاریخی ورځ وبلله .
هغه دامریکا د ولسمشر ټرمپ له فیصلې سره د نړۍ دمهمو چارواکو او شخصیتونو پراخو مخالفتونو ته له اشارې پرته وویل دټرمپ دغه فیصله په خپلو ژمنو عمل کولو کښې دهغه دوعدې نښه ده او اسرائیل هیله من دی نور هیوادونه هم د دغه فیصلې پیروی وکړی .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیګا له پراخو نړیوالو او سیمه ایزو مخالفتونو سره سره وویل امریکا قدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه په رسمیت پیژندی .
دامریکا ولسمشر له خزانې وزارت وغوښتل چې له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د واشنګټن د سفارت د انتقالولو سریزې برابرې کړی .
دامریکا ولسی جرګې کانګرس د ۱۹۹۵ میلادی کال د اکتوبر دمیاشتې په درویشتمه(۲۳) نیټه قدس ته د امریکا د سفارت د انتقالولو پلان تصویب کړی وو خو ددغه هیواد بیلابیلو حکومتونو له هغه وخت راهسې د نړۍ دعمومی افکارو له غبرګون د ویریدا په وجه دکانګرس ددغه مصوبې له اجرا کولو ډډه کړی وه خواوس سرزوری او بې منطقه ولسمشر ټرمپ دغه مصوبه اجرا کړی ده .