چین دامریکا په فیصلې نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60671-چین_دامریکا_په_فیصلې_نیوکه_وکړه
زمونږ خبریال وایی چین د اسرائیلو د پلازمینې په توګه د بیت المقدس د اعلانولو په اړه امریکا ته په خبرداری سره وویل دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ ددغه اقدام په وجه به په سیمه کښې تاوتریخوالی زیات شی ځکه چې بیت المقدس یوه حساسه موضوع ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 07, 2017 04:05 Asia/Kabul
  • د سوریې ولسمشر بشار اسد هم ویلي دي چې د بیت المقدس دراتلونکي په اړه فیصله کول د کوم هیواد د ولسمشر کار نه دی .
    د سوریې ولسمشر بشار اسد هم ویلي دي چې د بیت المقدس دراتلونکي په اړه فیصله کول د کوم هیواد د ولسمشر کار نه دی .

زمونږ خبریال وایی چین د اسرائیلو د پلازمینې په توګه د بیت المقدس د اعلانولو په اړه امریکا ته په خبرداری سره وویل دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ ددغه اقدام په وجه به په سیمه کښې تاوتریخوالی زیات شی ځکه چې بیت المقدس یوه حساسه موضوع ده .

د سوریې ولسمشر بشار اسد هم ویلی دی چې د بیت المقدس دراتلونکی په اړه فیصله کول د کوم هیواد د ولسمشر کار نه دی بلکې دغه فیصله خلک کوی .

هغه وویل نیواکی بیت المقدس به  د فلسطین پلازمینه وی .

دفلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس هم دامریکا دغه اقدام ته په غبرګون کښې ویلی دی چې دغه فیصلې د سازباز په خبرو کښې دامریکا ددریم ګړی رول  ختم کړی دی .

هغه وویل بیت المقدس تر قیامته پورې د فلسطین پلازمینه ده .

دفلسطین دحماس مشر هم پرون ورځ توره ورځ بللی ده او زیاته یې کړه چې دامریکا د ولسمشر ټرمپ فیصلې د جهنم دروازې خلاصې کړی دی .

دفرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون  دامریکا دولسمشر د فیصلې په غندلو سره ویلی دی چې زه دامریکا د ولسمشر د فیصلې ملاتړ نه کوم او زیاته یې کړه چې د ټرمپ فیصله غیر مسولانه ده .

دلبنان ولسمشر میشل عون هم ویلی دی چې دامریکا د ولسمشر دغه فیصله دسیمې امنیتته نور خطرونه ورپیښوی .

مصر دامریکا د ولسمشر ټرمپ د اقدام له منلوانکار کړی دی .

اردن ویلی دی چې دبیت المقدس په هکله دامریکا د ولسمشر فیصله دنړیوال قانون خلاف ورزۍ ده .

دقطر خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمان ویلی دی دامریکا له تل ابیب څخه بیت المقدس ته دسفارت انتقالول خطرناک کا او دامن غواړو لپاره دمرګ سزا ده .

دغه راز دپاکستان دسیند صوبې دمرکز کراچۍ ښار په شمول دځینواسلامی هیوادونو په پلازمینو اودغه راز په فلسطین کښې خلکو دامریکا ددغه اقدام پرضد سترې مظاهرې کړی دی .