چین په هند باندی اعتراض وکړ
د چین په خاوره کی د هند د یوې بی پیلوټه الوتکې له نسکوریدو وروسته، پکینګ په نوی ډیلی اعتراض وکړ.
د رویټرز خبری آژانس د راپور په اساس، د چین په لویدیځ کی د قوماندانۍ د مرکز، یو لوړ پوړی پوځی مقام، نن پنجشنبه وویل: د هند دغه اقدام؛ د چین د ځمکنۍ بشپړتیا پایمالونکئ دئ.
د چین دغه پوځی مقام زیاته کړه: د پکینګ پوځ په پریکنده توګه د چین له خپلواکۍ او امنیت څخه دفاع کوی.
د چین دولتی رسنیو نن پنچشنبه اعلان وکړ؛ د هند یوه بی پیلوټه الوتکه، د چین هوایی حریم ته له تیری کولو وروسته، د دغه هیواد د پوځی ځواکونو له خوا نسکوره شوه.
د چینایی پوځیانو په وسیله د سرحدی لاری له جوړولو، او د هند په سیکیم صوبه کی د«دوکالا» په ستراتژیکه سیمه کی، د هندی دوؤ پوله ساتونکو اډو له ویجاړولو سره په مخالفت کی؛ د چین په خاوره کی د هندی ځواکونو له نفوذ وروسته، د هند او چین ترمنځ لانجه پیل شوې ده.