مقاومت کول، د فلسطین د بریالیتوب یواځنۍ حل لار ده
د لبنان د حزب الله د عمومی منشی مرستیال وویل: د امریکی د ؤلس مشر له خوا د صهیونیسټی رژیم د پایتخت په توګه د قدس غوره کول به؛ د هغو کسانو لپاره یوه انګیزه وی، چی له ډګر څخه بهر ؤو، خو اوس له هیڅ کومی پلمې پرته باید، ډګر ته ګام کښیږدی.
د امریکی ؤلس مشر«ډونالډ ټرمپ»، د چهار شنبی په ماښام، له پراخو سیمه ایزو او نړیوالو مخالفتونو سره سره،«قدس» د اسرائیلو د جعلی رژیم د پایتخت په توګه معرفی کړ.
شیخ نعیم قاسم، نن پنجشنبه، د مقاومت عالمانو د نړیوالی اتحادیی په غونډه کی؛ چی په تهران کی د اسلامی وحدت د ۳۱ نړیوال کنفرانس تر څنګ، ترسره شوه؛ په مختلفو هیوادونو کی د اسلامی مقاومت رول ته په اشارې سره څرګنده کړه: د مقاومت جبهه؛ په مختلفو ډګرونو کی، د دښمن د ډول ډول توطئو په وړاندی دریږی.
شیخ نعیم قاسم وویل: د مقاومت جبهې د ایران په ملاتړ سره وکولای شول؛ په ۲۰۱۷ کال کی، د امریکی او صهیونیسټی رژیم د روزل شوی ګوډاګی په توګه؛ د «داعش» په وړاندی بریالیتوب تر لاسه کړی.
د لبنان د حزب الله مرستیال زیاته کړه: غزه د مقاومت جبهې له مقاومت پرته، نشوای کولای اوسنیو بریاؤو ته ورسیږی.