مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60901-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د ابتکار په ورځپاڼه کی لیکل شوی دی: د امنیت شورا ۱۴ ؤ غړیو هیوادونو د ټرمپ له تصمیم سره مخالفت وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 10, 2017 11:33 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د ابتکار په ورځپاڼه کی لیکل شوی دی: د امنیت شورا ۱۴ ؤ غړیو هیوادونو د ټرمپ له تصمیم سره مخالفت وکړ.

د ملګرو ملتو د امنیت شورا غونډې؛ یو ځلې بیا د امریکی د قدرت کمیدل وښودل، او په یو بی مخینی اقدام کی، د دغی شورا ۱۴ ؤ غړیو هیوادونو، د صهیونیسټی رژیم د پایتخت په توګه د بیت المقدس په رسمیت پیژندنه کی، د ټرمپ له فیصلې سره مخالفت وکړ.

شاید د سپینی ماڼۍ مقامونو باور نه کاوه، چی یوه ورځ دی د صهیونیسټی رژیم په باره کی یو تصمیم غوره کړی، او د امنیت په شورا کی د هغوی متحدین، په رسمی توګه ورسره مخالفت وکړی.

د ملګرو ملتو په سازمان کی د سویډن استازئ، د امنیت شورا د غونډې لمړنئ وینا کونکئ ؤ، او په ډاګه یی وویل: د قدس په هکله د ټرمپ فیصله نه منو. اولوف اسکوک زیاته کړه: موږ د اسرائیلو د پایتخت په توګه، د قدس د رسمیت پیژندنی لپاره، د امریکی تصمیم نه قبلوؤ. اروپا د قدس په باره کی یو دریځ لری، او د اروپائیانو له نظره؛«قدس» د دؤو خپلواکو هیوادونو(فلسطین او اسرائیل) پایتخت دئ. هغه څرګنده کړه: موږ له خپلې خاورې سره د ختیځ قدس په یو ځای کولو کی د اسرائیلو اقدام، په رسمیت نه پیژنو، او د پخوا په شان ختیځ قدس نیواکی سینه ګنو. د سویډن استازی همداراز وویل: د ټرمپ یوه اړخیزه بیانیه، د زیاترو هیوادونو د دریځ په خلاف وه. د ټرمپ فیصله؛ په وروستیو خبرو اترو کی  د قدس په وضعیت اغیز شیندی، او د سولې پروسه ګواښی.

*******  

د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی لولو: له ایرانی لوړ پوړو مقامونو سره د بریتانیی د خارجه وزیر کتنه. «جانسون» په تهران کی څرګنده کړه: لندن په برجام باندی کاملاً ژمن دئ.

د بریتانیی خارجه وزیر؛ تهران ته په سفر او د ایران له یو شمیر مقامونو او مسؤلانو سره په کتنه کی، د مختلفو سیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانو، او همداراز د اټمی جامع پروګرام(برجام) په باره کی، خبری اترې وکړې.

بوریس جانسون پرون په تهران کی پخپل لمړنی پروګرام کی، د ایران له خارجه وزیر«محمد جواد ظریف» سره، لیدنه او خبرې وکړې. پدې کتنه کی دواړو لورو، د دؤو اړخیزو اړیکو د مختلفو موضوعګانو؛ لکه: د اقتصادی؛ بانکی؛ او سوداګریزو چارو، او د هغو د پراختیا د اهمیت، همداراز د سیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانو؛ په خاصه توګه د اټمی جامع پروګرام(برجام) په اجرا کیدو باندی، د دغې موافقې د ټولو اړخونو د ژمنو په اړه، سلا مشورې او د نظر تبادله وکړه.  

د بریتانیی خارجه وزیر، پدې کتنه کی د دی ټکی په بیانولو سره؛ چی برجام د بریتانیی لپاره له لوړ اهمیت او ارزښت څخه برخور دئ؛ د هغه د بشپړې اجرا لپاره، د خپل هیواد په ژمنی ټینګار وکړ. ده؛ همداراز د ایران له اسلامی جمهوریت سره، د همکاریو او اړیکو د پراختیا، او د سیاسی سلا مشورو د ادامې غوښتنه وکړه.

*******

د تهران چاپ د جام جم په ورځپاڼه کی راغلی دی: حیدر العبادی؛ رسماً په عراق کی له داعش سره د جګړې د پایته رسیدو اعلان وکړ.

د عراق لمړی وزیر او د ټولو وسله والو ځواکونو قوماندان«حیدر العبادی»، باالآخره له ترهه ګرو سره د عراق د پوځی، او امنیتی ځواکونو او د ؤلسی مقاومت«الحشد الشعبی» د یو نیټونو، له نږدی  څلور کلنې سختې مبارزې، او د هغوی تر نیواک لاندی ټولو سیمو له آزادیدو وروسته، رسماً په عراق کی له داعش سره د جګړې د ختمیدو اعلان وکړ. په همدې اړه؛ حیدر العبادی له سوریی سره د عراق په سرحدې کرښو کی، د«الجزیره» او«بادیه» په سیمو کی، د داعش تر نیواک لاندی په وروستیو سیمو باندی؛ د دغه هیواد د ځواکونو د واک موندلو په خاطر مبارکی وویله، او په رسمی ډول یی پخپل هیواد کی د داعش له ترهه ګرو سره د جګړې د پایته رسیدو اعلان وکړ. د ویلو ده؛ چی د داعش ترهه ګرې ډلګۍ، د ۱۳۹۳ کال د ورې په میاشت کی موصل، او د«صلاح الدین»،«نینوا»،«دیاله»او«الانبار» په ولایتونو کی، د عراق یو شمیر ښارونه، او په سل ګونه کلی تر خپلې ولکې لاندی ونیول.

*******

اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو یو شمیر مهمو مطالبو ته لنډه کتنه کوؤ:

په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن تر ډېره په نوی ډیلی کې د روسیې، چین او هند جوړېدونکې درې اړخیزې غونډې او منځنۍ آسیا څخه د افغانستان له لارې جنوبی اسیا ته د انرژۍ د مهمو پروژو د پلی کولو پر اهمیت پراخ بحثونه کړی دی.

ویسا

ویسا ورځپاڼې په هند کې د جوړېدونکې ۱۵مې درې اړخیزې غونډې په اړه لیکلی دی چې د روسیې، چین او هند د بهرنیو چارو وزیرانو په دې غونډه د افغانستان په حالاتو هم خبرې کیږی.

ورځپاڼې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په حواله لیکلی دی چې د غونډې اساسی هدف د افغانستان په حالاتو خبرې کول دی.

ورځپاڼه لیکی:

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایی چې د نشه یې توکو کرکرنی او قاچاق، او همدا راز روان سیاسی او پوځی حالات په افغانستان کې د ترهګرو د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

دنیا

دنیا ورځپاڼې بیا د هند د غونډې په اړه لیکلی دی؛ چې د روسیې، چین او هند ترمنځ د بهرنیو چارو وزیرانو په سطحه دا پنځلسمه درې اړخیزه غونډه؛ په داسې حال کې جوړېږی چې روسیه د افغانستان د ستونزې حل؛ د جګړې پر ځای د مذاکراتو له لارې شونی بولی.

ورځپاڼې وړاندې لیکلی دی چې افغان حکومت هم د دې غونډې هرکلی کړی دی او ویلی دی چې دا غونډه په افغانستان کې د تاوتریخوالی د کمولو په برخه کې مهم رول لوبولی شی.

هیرټ آف اېشیا

هیرټ آف اېشیا ورځپاڼې لیکلی دی چې د روسیې، چین او هند د بهرنیو چارو وزیرانو دا غونډه د دوشنبې په ورځ په نوی ډیلی کې جوړېږی.

ورځپاڼې وړاندې د دې غونډې په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت غبرګون راخیستی او لیکلی یی دی؛ چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره پکار ده چې د ترهګرو ټول مرکزونه، او پټن ځایونه له منځه یوړلی شی.

ورځپاڼې لیکلی دی چې د روسیې، چین او هند د بهرنیو چارو وزیران به په دې غونډه کې د ترهګرو ډلو له خوا د پیښو ګواښونو سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړی.

د منځنۍ اسیا څخه د افغانستان له لارې جنوبی اسیا د انرژۍ د مهمو پروژو د پلی کولو اهمیت په کابل کې د خپرېدونکو ورځپاڼو د بحث بله مهمه مسئله ده.

هیواد

هیواد دولتی ورځپاڼې د ولسمشر اشرف غنی په حواله لیکلی دی چې له منځنۍ اسیا څخه د افغانستان له لارې جنوبی اسیا ته د انرژۍ د لیږد پر پروژو جدی کار روان دی چې افغانستان هم ترې لازمه ګټه پورته کولای شی.

ورځپاڼه لیکی:

افغان ولسمشر وایی چې د دوی طرحه دا ده چې له منځنۍ اسیا څخه جنوبی اسیا شاوخوا ۱۵ زره میګا واټه برېښنا ولیږدولی شی.

ورځپاڼې لیکلی دی چې افغان ولسمشر پرون په کابل کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر سره چې په یو لنډ سفر کابل ته راغلی و، ولیدل او د ټاپی پروژې د کار پر پرمختګونو یې ورسره خبرې وکړې.

کابل ټایمز

کابل ټایمز ورځپاڼې بیا د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدنې پر مهال د ولسمشر غنی د خبرو دا برخه راخیستی چې ټاپی یوازې د ګازو د لیږد پروژه نه بلکه د انرژۍ د انتقال تړون هم دی.

ورځپاڼه لیکی:

ولسمشر غنی د ټاپی پروژې د پلی کولو لپاره د ترکمنستان له اقداماتو مننه وکړه او ویې ویل چې په تمه دی، څو په افغانستان کې د ټاپی پروژې د کار د پرانیستلو لپاره د ترکمنستان د ولسمشر کوربه واوسی.

هیرټ اف اېشیا

هیرټ اف اېشیا ورځپاڼې بیا د سیمې په کچه د دغو سترو پروژو پلی کول په سیمه کې د امن او ثبات د ټینګښت لپاره هم خورا مهم بللی دی.

ورځپاڼې د ځینو افغان کتونکو په حواله لیکلی دی چې د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره د افغانستان د اقتصادی او سوداګریزو اړیکو پراخول به، د سولې او ثبات په ټینګښت کې مهم رول ولوبوی.