په امریکا کې په ډزوکې نور ۵۷کسان مړه اوټپیان شول
په امریکا کې په کال کې د ګرمو وسلو د ډزو او اخو وډب له امله په زرګونو کسان خپل ژوند له لاسه ورکوی او دا امریکائی واکوالان دی چې تر دې دمه ئې دامریکا په حاکمیّت او کانګرس کې د وسلو د پیر پلور دسترو شرکتونو د پراخ نفوذ په علت د وسلو دګرځولو دمحدودولو په باب هیڅ ډول قانون نه دی جوړ کړی او دامریکا خلک ئې دوسلو لرونکو په رحم وکرم پریښودلی دی
زمونږخبریال راپورراکړ په امریکا کې د وسلوالو تاؤتریخوالو د احصایو ثبتونکی مرکز نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، په تیر شواروزو کې دامریکا دبیلابیلو ایالتونو په مختلفو سیمو کې د ډزو په ۵۵موردونو کې لږترلږه دوه ویشت کسان وژل شوی او کابو ۳۵نور ټپیان شوی دی .
د دغه راپور په اساس ، زیاتره ډزې په فلوریډا، جنوبی کارولینا، ټیګزاس ، ایلینیا، او شمالی کارولینا کې شوی دی
په امریکا کې د وسلوالو تاؤتریخوالو د احصایو دثبتونکی مرکز دراپور په اساس ، په تیرو ۴۸ساعتونو کې هم د ډزو یو سل پنځوس موردونه ثبت شوی دی ، چې په نتیجې کې ئې کابو ۴۸کسان وژل شوی او یو اتیا نور ټپیان شوی دی .