مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی لیکل شوی: د ټرمپ د تصمیم د لغوه کیدو په منظور، د بین المللی پریکړه لیک د صادرولو لپاره، د عربو اتحادیی هڅه.
د عربو اتحادیی د بهرنیو چارو وزیرانو، د هغې غونډې په پای کی چی په قاهره کی یی؛ د قدس د وضعیت په هکله، د امریکی د ؤلس مشر«ډونالډ ټرمپ» له وروستیو فیصلو وروسته درلوده؛ یوه بیانیه صادره کړه.
پدې بیانیه کی له نړیوالې ټولنې غوښتل شوی، چی د ختیځ بیت المقدس په پایتختۍ سره، د ۱۹۶۷ کال د جون د څلرمی نیټې د پولو په اساس، د فلسطین هیواد په رسمیت وپیژنی.
د عربو اتحادیی غړیو هیوادونو همدراز د ملګرو ملتو له امنیت شورا څخه غوښتی دی، چی د صهیونیسټی رژیم د پایتخت په توګه د قدس په رسمیت پیژندنه کی د واشنګټن دولت په وروستیو فیصلو یو ځل بیا کتنه وکړی.
دغه هیوادونه؛ د امنیت شورا له خوا د داسی پریکړه لیک د صادریدو په لټه کی دی، چی ټینګار وکړی، د امریکی دغه تصمیم له نړیوالو پریکړه لیکونو سره ضدیت لری.
********
د تهران چاپ د آفتاب یزد د نړیوالو خبرونو په یو سرټکی کی لولو: د قدس په باره کی د ترکیې او اسرائیلو د مشرانو لفظی جګړه.
اردوغان ویلی: اسرائیل ترهه ګر دولت دئ.
نتانیاهو ویلی: ترکیه؛ د کردانو قاتله ده.
د یو ترهه ګر دولت په توګه د اسرائیلو د اعلان په هکله، د ترکیې د ؤلس مشر له څرګندونو وروسته، د صهیونیسټی رژیم لمړی وزیر، اردوغان داسی یو کس وباله، چی کردان یی وژلی او خبریالان یی بندیان کړی دی.
د اسرائیلو د پایتخت په توګه د قدس په رسمیت پیژندنه کی، د امریکی له فیصلې وروسته؛ د ترکیې ؤلس مشر«رجب طیب اردوغان»، په استانبول کی په یو لړ اعتراضی څرګندونو کی، اعلان وکړ: اسرائیل یو ترهه ګر دولت دئ؛ چی ماشومان وژنی.
له دغو څرګندونو وروسته، د صهیونیسټی رژیم لمړی وزیر «بنیامین نتانیاهو»، د ترکیی لمړئ وزیر«رجب طیب اردوغان» د هغه کس په توګه معرفی کړ؛ چی د خپل هیواد کرد میشت کلی بمباری کوی.
اردوغان؛ د سیواس په ښار کی پخپله وینا کی اعلان وکړ: فلسطین؛ یو بی ګناه قربانی دئ، او اسرائیل یو ترهه ګر دولت دئ.
*******
د تهران چاپ د اعتماد ورځپاڼی پخپل یو راپور کی لیکلی دی: په بیروت او جاکارتا کی د امریکی په خلاف، د قهر او کرکې مظاهرې.
هماغه ډول چی زیاترو اټکل کاوه؛ د ټرمپ د وروستۍ فیصلې په خلاف، د مختلفو هیوادونو د خلګو قهر او کرکه، هره ورځ له زیاتوالئ مومی، او په مختلفو هیوادونو؛ په تیره بیا د منځنی ختیځ په هیوادونو کی، د امریکی سفارتونه د قهریدلو خلګو له خوا، له جدی ګواښ او خطر سره مخامخیږی.
د لبنان په زرګونه خلګ، پرون د بیروت واټونو ته را ووتل، او پدی ښار کی یی د امریکی سفارت په وړاندی مظاهرې وکړې. اعتراض کونکو د ټرمپ د دستورونو په خلاف شعارونه ورکړل، او د سفارت په لور یی ډبرې وغورځولې. یو شمیر مظاهره چیانو هڅه وکړه؛ چی د سفارت په خواو شاه له تاو شویو اغزنو سیمانو، او خنډونو څخه واوړی، خو امنیتی مامورینو د اعتراض کونکو په ضد له اوښلن ګاز، او له دود خورونکو لاسی بمونو څخه استفاده وکړه؛ چی له کبله یی را غونډ شوی اعتراض کونکی په سادوبۍ او خوا ګرځیدو اخته شول.
*******
د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼی د یو را پور سر ټکئ داسی دئ: د لبنان د لمړی وزیر د نږدیو کسانو له خولې، د حریری د استعفا د پټو چارو افشا کیدل.
د لبنان لمړی وزیر«سعد حریری» ته یوې نږدی سرچینی اعلان وکړ: وروسته تر دی چی سعد حریری، په عربستان کی د لبنان د دولت او خلګو په خلاف د سعودیانو له ګواښ سره مخامخ شو، مجبور شو د ریاض د راضی کولو لپاره، خپله استعفا اعلان کړی.
دغې سرچینی؛ د فرانسی خبری آژانس ته اعلان وکړ: په هغه دولت باندی د حریری له یو کال ریاست وروسته؛ چی د حزب الله غورځنګ وزیران هم پکی شتون لری، سعودیانو ولیدل چی د حزب الله نفوذ د پراخیدو په حال کی دئ، او همدغه مسئله د هغوی د قهر او غوصی سبب شوه، او هغوی له دې کبله؛ د لبنان له دولت سره د مالی مرستو د کمولو ګواښ وکړ.
******
اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼی را اخلو چی د افغانستان د چارو په هکله یی څه لیکلی دی:
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سولې په اړه یو شمیر مطالب چاپ کړی دی.
اصلاح
اصلاح ورځپاڼې په دې اړه د افغان حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله خبرې راخیستی چې ویلی، د سولې د خبرو لپاره پیاوړې اراده موجوده ده.
اصلاح لیکی:
اجرائیه رئیس پرون یوې غونډې ته ویلی، هر څوک چې غواړې د سولې د خبرو لپاره له سیاسی پروسې سره یوځای شی او جګړې ته «نه» ووایی، دروازې یې پر مخ پرانیستی او افغان حکومت په دې برخه کې وار دمخه کوم شرط نه لری.
په مطلب کې د نوموړی په حواله دا هم راغلی، که مخالفین وغواړی او اعلان وکړی چې په کابل کې د سولې لپاره دفتر ورته پرانیستل شی کوم خنډ یې باید په وړاندې نه وی موجود.
د عبدالله عبدالله له خبرو دا هم راخیستل شوی چې د سوله کوونکو سره باید تبعیض ونهشی او نه یې هم سپکاوی وشی یا دا چې په اساسی قانون کې له ورکړل شویو حقونو محروم وګڼل شی.
ملی ارمان
ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خوست کې د حزب اسلامی ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار څرګندونې راخیستې دی.
ورځپانه لیکی:
حکمتیار په دغې غونډه کې ویلی، زما مشوره خپلو طالبو وروڼو او دوستانو ته دا ده چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کینی.
ویسا
خو ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپلې نننۍ ګڼې د سر په مطلب کې د افغانستان د مشرانو جرګې د دوهم مرستیال محمد اصف صدیقی په حواله لیکلی، د امریکا په حضور کې په افغانستان کې سوله نهشی راتلی.
په مطلب کې راغلی چې نوموړی دغه څرګندونې د اسرائیلو د پایتخت په توګه د بیتالمقدس د پیژندنې په اړه د ډونالد ټرمپ د نوی فرمان په غبرګون کې کړې دی.
په مطلب کې د ښاغلی صدیقی په حواله وړاندې راغلی، امریکا په ټوله نړۍ په ځانګړی ډول په اسلامی هیوادونو کې د جګړو او تاوتریخوالی د خپرولو لامل ده.
د مطلب لیکوال لیکی:
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال ویلی چې د امریکا په شتون کې په افغانستان کې سوله نهشی راتلی او افغانان هم باید له امریکا دا هیله ونهلری چې سوله او امنیت به ورته راولی.
******