په چین کی د منځنی ختیځ د سولې د څیړلو کنفرانس
د چین خارجه وزیر؛ په نږدی راتلونکی کی د اړوندو لورو په حضور کی د فلسطین د مسئلې د هوارۍ په هدف سره، د« منځنی ختیځ د سولې» غونډې د جوړولو خبر ورکړ.
د چین خارجه وزیر«وانګ یی» د دغې غونډې جوړولو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: د منځنی ختیځ سیمی راتلونکئ باید، د خبرو اترو په اساس، او د ملګرو ملتو د پریکړه لیکونو سره سم وټاکل شی.
له ډیرې مودې راهیسی، د چین دولت د صهیونیسټی نیواکګر رژیم په وړاندی، له فلسطینی ډلو څخه ملاتړ کړئ؛ خو هیڅکله د فلسطین په موضوع کی، د یاد رژیم او یا امریکی په وړاندی دریدلئ نه دئ.
پدی وروستیو کی د چین دولت، په نړیوالو بدلونونو کی د لا فعال رول لوبولو، او په یو ډول د پکینګ د مسؤلیت مننی د ښودلو لپاره، اعلان کړئ چی غواړی د فلسطین د مسئلې په چورلیز؛ د منځنی ختیځ په هکله، یو کنفرانس جوړ کړی. مګر؛ پدې هکله د چین د خارجه وزیر څرګندونی؛ چی که ټاکل شوئ وی د قدس په باره کی، کومه فیصله وشی؛ ضروری ده چی دغه کار د خبرو اترو په اساس بڼه ونیسی، او نړیوال موجود مقررات په پام کی ونیول شی، ښیې چی د نوموړی دریځ د سازش په اساس؛ او پدې هکله د مسلمانانو د لید توګو په خلاف دئ. ځکه چی مسلمانان، نه یواځی د صهیونیسټی رژیم سیاسی موجودیت نه منی، بلکه «قدس» د فلسطین خاورې نه بلیدونکې برخه ده؛ چی په هیڅ توګه د مذاکری وړ نه دئ.
پدی هکله ترکی سیاسی څیړاندئ«آردان زنتورک» وایی:
«د قدس موضوع؛ یواځی د عربو په نړۍ پوری مربوطه نه ده، بلکه د ټولو مسلمانو هیوادونو مسئله ده، او باید له دغې خطرناکې فتنې سره د مقابلې لپاره، لاس په کار شی او د قدس شریف په هکله د ډونالډ ټرمپ د غیر عاقلانه څرګندونو په خلاف، یوه پیاوړې جبهه جوړه کړی».
لیکن؛ د منځنی ختیځ په هکله، د چین دولت هڅه کوی د هغه د بدلونونو په باره کی د یو کنفرانس په جوړولو سره وښیې، چی د دغې سیمې د وضعیت په هکله حساس دئ.
دا پداسی حال کی ده؛ چی چین له منځنی ختیځ څخه د انرجۍ د واردولو له کبله، پدې سیمه کی ثبات او آرامتیا ته اړتیا لری، او د منځنی ختیځ جذاب بازارونه هم، د چین لپاره زیات اهمیت لری. له همدې کبله؛ چین هڅه کوی د کنفرانس په جوړولو سره، زغم ته د مسلمانانو په را بللو سره، په یو ډول په منځنی ختیځ کی د بحران او نا امنۍ د رامنځته کیدو مخه ونیسی. ځکه چی، چین په سیمه کی د خپلو اقتصادی پلانونو؛ په تیره بیا د«یو کمربند- یوې لارې» طرحې د اجرا کیدو لپاره، د سیمې سولې او ثبات او همداراز همکارۍ ته اړمن دئ.
پدی اړه، د سیاسی چارو کار پیژاندئ«لی شائو شیان» ویلی دی:
«د منځنی ختیځ سیمه؛ سولې، ثبات، بیا جوړونې او اقتصادی پراختیا ته اړمنه ده. اقتصادی پراختیا د ثبات او آرامتیا بنسټ دئ. هماغه ډول چی نړیواله ټولنه پوهیږی؛«چین» د«یو کمربند- یوې لارې» د وړاندیز د اجرا کولو لپاره هڅه کوی.»
سره له دې حاله؛ چین هغه مهال کولای شی د ملګرو ملتو د امنیت شورا، د دایمی غړی په توګه؛ په منځنی ختیځ کی د سولې او امنیت د را منځته کولو په منظور، مثبت رول ولوبوی، چی د امنیت په شورا کی، له خپل توان او ظرفیتونو څخه ، په تیره بیا د امنیت په شورا کی، د فلسطین د مسئلې په شمول، د اسلامی هیوادونو له دریځونو څخه په ملاتړ کی، استفاده وکړی. شک نشته چی د سیمه ایزو بدلونونو په هکله؛ د صهیونیسټی رژیم او امریکی سره په مخامخیدو کی، د چین له احتیاط څخه د ډک سیاست دوام، نه شی کولای په منځنی ختیځ کی د دغه انتظارونه او اهداف پوره کړی.