په امریکا کې په چاودنه کې دوه ویشت کسان ژوبل شوې
د امریکا د نیویارک په منهټن کې د بسونو په تم ځای کې یو شمیر کسان ژوبل شوې او یو مشکوک کس نیول شوی دی.
د راپورنو له مخې د نیویارک پولیسو وویل د نیویارک د پورټ اتهارټي د بسونو په اډې کې له چاودنې وروسته ځینې سیمې او په یو شمیر تم ځایونو کې اورګاډی هم خالي کړی شوې دي.
د امریکایی رسنیو د راپور له مخې پولیسو د پيښې ځای ته په رسیدلو سره سیمه کلابنده کړې . په مین هیټن کې له ټایم میدان سره نزدې یو مشکوک کس نیول شوی دی.
ویل کیږي چې په دغه چاودنه کې دریو ودانیو ته تاوان رسیدلی او دوه ویشت کسان ژوبل شوې دي . له چاودنې وروسته په سیمه کې هله ګوله جوړه شوه چې له امله یې یو شمیر کسان ژوبل شول .
له بلې خوا ویل کیږي چې ښایی دغه چاودنه د پورټ اتهارټي بس تم ځای ته نزدې د تلونکي پایپ د چاودیدو له امله شوې وي.
په امریکا کې هره ورځ په ډزو کې هم یو شمیر کسان وژل کیږي.