معنوی: ښاغلی حکمتیار اروایی ناروغ دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61051-معنوی_ښاغلی_حکمتیار_اروایی_ناروغ_دی
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخوانی مشر فضل احمد معنوی وایی، ښاغلی ګلبدین حکمتیار اروایی(روحی) ناروغ دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 12, 2017 10:46 Asia/Kabul
  • معنوی: ښاغلی حکمتیار اروایی ناروغ دی

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخوانی مشر فضل احمد معنوی وایی، ښاغلی ګلبدین حکمتیار اروایی(روحی) ناروغ دی.

نوموړی چې په پنجشیر کې یوې ناستې ته د «ورورولی اوونۍ» په مناسبت خبرې کولې، په خوست کې یې د ګلبدین حکمتیار خبرې وغندلې.

حکمتیار په خوست کې د لویې پکتیا پر اوسېدونکو غږ وکړ، چې د خپل جغرافیوی موقعیت په اندازه باید په حکومت کې برخه وال واوسی.

هغه پر ځینو قومونو هم تبصرې وکړې، چې به وینا یې ګډ حکومت له برخې محروم کړی دی.

فضل احمد معنوی پخپلو خبرو کې حکمتیار خپل سیاسی رقیب یاد کړ، خو افسوس یې ښکاره کړ، چې له لونګۍ، ږېرې او قرانی مطالعې سره سره بیا هم تبعیض امیزه څرګندونې کوی.

نوموړی د حکمتیار خبرې نفاق اچوونکې وبللې او ویې ویل، «هغه خدای وهلی، خلک باید د خدای وهلیو خبرو ته غوږ ونه نیسی».

اجراییه ریاست هم تېره ورځ د حکمتیار پر څرګندونو تبصره درلوده او هغه یې د ملی یووالی ضد څرګندونې بللې وې.

عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا ناسته کې د حکمتیار څرګندونو ته په اشارې وویل، د داسې توپیری او نفاق اچونکو خبرو له لارې څوک خپل هدف ته نشی رسېدلی.