د اټومی موافقې ساتل یو ضرورت دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61093-د_اټومی_موافقې_ساتل_یو_ضرورت_دی
فارس خبری اژانس وایی د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مشرې میرمن فیډریکا موګرینی پرون یوځل بیا دایران او دپینځه جمع یوې ډلې دهیوادونو داټومی موافقې په اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل د اټومی تړون ساتل یو(۱) ضرورت دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 13, 2017 01:24 Asia/Kabul
  • اروپا د ملګروملتونو دامنیت شورا د تائید وړ د  څو اړخیزه موافقې کمزوري کول نه مني .
    اروپا د ملګروملتونو دامنیت شورا د تائید وړ د څو اړخیزه موافقې کمزوري کول نه مني .

فارس خبری اژانس وایی د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مشرې میرمن فیډریکا موګرینی پرون یوځل بیا دایران او دپینځه جمع یوې ډلې دهیوادونو داټومی موافقې په اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل د اټومی تړون ساتل یو(۱) ضرورت دی .

هغې د فرانسې په اسټراسبورګ(Strasbourg) ښار کښې د اروپا دپارلمان  په غونډې کښې ډاګینه کړه اروپا د ملګروملتونو دامنیت شورا د تائید وړ د  څو اړخیزه موافقې کمزوری کول نه منی .

د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مسولې موګرینی  مخکې هم په ځلونو په دې خبرې ټینګار سره چې اټومی موافقه له نړیوالې ټولنې سره اړه لری ددغه نړیوال تړون ملاتړ کړی وو .

دایران او دپینځه جمع یوې ډلې دغړیو هیوادونو(بریتانیا ، فرانسه ، روسیه ، چین ، امریکا او جرمنی ) اټومی موافقه د تیر میلادی کال له جنورۍ میاشتې راهسې اجرایی شوی ده خو دامریکا حکومت ددغه ډلې دیوه(۱) غړی په توګه تل ددغه اټومی تړون د اجرا په لاره کښې خنډونه رامینځته کوی او خپلې ژمنې تر پښو لاندې کوی .