دامریکا له ویرې عرب هیوادونه کمزوری غبرګون ښیی
-
سعودي عربستان ، متحده عربي امارات ، بحرین ، کویت ، اردن ، مصر او ځینې نور عرب هیوادونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فیصلې کښې له هغه سره ملګري دي .
فارس خبری اژانس وایی د ترکیې دباندنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلودقدس په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستی اقدام ته د ځینواسلامی هیوادونو کمزوری غبرګون له واشنګټن څخه ددغو هیوادونو د چارواکو د ویریدا له کبله وباله .
.هغه پرون دې خبرې ته په اشارې سره چې ډیرو غیر اسلامی هیوادونو دقدس په اړه دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فیصلې په هکله ډیر قوی دریځ غوره کړ وویل که چیرې مسلمانان د درې ګوڼو اسلامی ځایونو په توګه د قدس د دفاع کولو جوګه نه وی نو بیا د کوم شی دفاع کولای شی ؟
سعودی عربستان هغه اسلامی هیواد دی چې تراوسه یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فیصلې په اړه هیڅ پریکنده دریځ نه دی اعلان کړی .
بیت المقدس چې د مسلمانانو لومړنۍ قبله پکښې ده د فلسطین نا جلا کیدونکی برخه او په درې ګوڼه اسلامی ځایونو کښې یو (۱)مهم ځای دی .
دغه سپیڅلی ښار په مسلمانانو کښې ځانګړی اهمیت لری .
ډیروهیوادونو او نړیوالو موسسو تراوسه دامریکا د ولسمشر ټرمپ فیصله غندلی ده .
دایران اسلامی جمهوریت دنړۍ لومړی هیواد وو چې دامریکا دغه فیصله یې په کلکه وغندله .
سعودی عربستان ، متحده عربی امارات ، بحرین ، کویت ، اردن ، مصر او ځینې نور عرب هیوادونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فیصلې کښې له هغه سره ملګری دی .