دفلسطین ډلو د لبنان دحزب الله دمشر د وینا هرکلی وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61103-دفلسطین_ډلو_د_لبنان_دحزب_الله_دمشر_د_وینا_هرکلی_وکړ
زمونږ خبریال وایی د فلسطین مختلفو ډلو دقدس په اړه د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله دمشر حسن نصر الله د وینا هرکلی وکړ او ویې ویل دوې په دې مبارزې کښې یوازې نه دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 13, 2017 02:24 Asia/Kabul
  • د امریکا د ولسمشر ټرمپ له دغه فیصلې وروسته د فلسطین په بیلابیلو سیمو  کښې له فلسطینیانو سره د صهیونیسټ رژيم دپوځيانو نښتې پیل شوي دي .
    د امریکا د ولسمشر ټرمپ له دغه فیصلې وروسته د فلسطین په بیلابیلو سیمو کښې له فلسطینیانو سره د صهیونیسټ رژيم دپوځيانو نښتې پیل شوي دي .

زمونږ خبریال وایی د فلسطین مختلفو ډلو دقدس په اړه د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله دمشر حسن نصر الله د وینا هرکلی وکړ او ویې ویل دوې په دې مبارزې کښې یوازې نه دی .

د فلسطین دفتح غورځنګ دمرکزی کمیټۍ غړی عباس زکی وویل دغه غورځنګ به نور له امریکا سره د هیڅ ډول اړیکو غوښتنه ونکړی .

عباس زکی زیاته کړه د فلسطین دفتح غورځنګ له نظره اسرائیل او امریکا د یوې(۱) سکې(Coin) دوه(۲) مخونه دی او دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نور د اسرائیلواو د فلسطینیانو ترمینځ په سیاسی بهیر کښې د مینځګړی رول نشی لوبولی .

د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس یوه(۱) نامتو غړی اسماعیل رضوان هم له اسرائیلو سره د پراخې مقابلې او دقدس د دفاع لپاره د لبنان دحزب الله دمشر د عربی او د اسلامی ستراتیژۍ هرکلی وکړ .

د فلسطین د جهاد اسلامی غورځنګ دسیاسی دفتر غړی محمد الهندی هم د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله دمشر حسن نصر الله د وینا په تائیدولو سره وویل دقدس په اړه د امریکا دولسمشر ډونالد ټرمپ فیصله د اسرائیلو د ختمیدا لپاره فرصت دی .

الهندی وویل قدس نه یوازې له فلسطینیانو سره اړه لری بلکی د ټول اسلامی امت پلازمینه ده .

د فلسطین دازادۍ لپاره دخلق جبهې دپوځی څانګې غونډونو هم د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله دمشر حسن نصر الله  د وینا قدرونه وکړه .

دغه ګوند په خپلې بیانیې کښې دامریکا او صهیونیسټ رژیم له پلان سره د مقابلې لپاره د مقاومت د ټولو ډلو داتحاد پرضرورت ټینګار وکړ .

دلبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله وړمه ورځ په خپلې وینا کښې دقدس پرضد د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ فیصله په کلکه وغندله .

هغه د عملیاتی نقشې او د متحدې ستراتیژۍ د ټاکلو لپاره د مقاومت دچورلیز د اتحاد او د پیوستون غوښتنه وکړه او  ټینګار یې وکړ دامریکا د ولسمشر ټرمپ اقدام ته ترټولو مهم ځواب په ټولو فلسطینی سیمو کښې د دریمې(۳) انتفاضې اعلانیدل دی .

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ددسمبر په شپږمه(۶) نیټه دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه دقدس داعلانولو په ترڅ کښې دغه ښار ته د واشنګټن دسفارت له انتقالولوسره موافقه وکړه .

د امریکا د ولسمشر ټرمپ له دغه فیصلې وروسته د فلسطین په بیلابیلو سیمو  کښې له فلسطینیانو سره د صهیونیسټ رژیم دپوځیانو نښتې پیل شوی دی .