مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61207-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی تر دی نامه لاندی چی«اټمی جامع پروګرام(برجام) د ایران د اټمی پروګرام د سوله ایز ماهیت د ضمانت لپاره ډیره ښه لار ده» لیکل شوی دی:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 14, 2017 12:03 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی تر دی نامه لاندی چی«اټمی جامع پروګرام(برجام) د ایران د اټمی پروګرام د سوله ایز ماهیت د ضمانت لپاره ډیره ښه لار ده» لیکل شوی دی:

د ملګرو ملتو سرمنشی د امنیت شورا ته په یو راپور کی؛ برجام د ایران د اټمی پروګرام د سوچه سوله ایز ماهیت د ضمانت کولو لپاره، برجام(اټمی جامع موافقه) تر ټولو ښه لاره وبلله.

د آرمان ورځپاڼه؛ د آسوشیتد پرس د راپور په اساس زیاتوی: د ملګرو ملتو سرمنشی«آنتونیو ګوترش»، د یاد سازمان د امنیت شورا ته په یو راپور کی، برجام د ایران د اټمی سوله ایز پروګرام د ماهیت د ضمانت لپاره ښه لاره وبلله، او له امریکی یی وغوښتل چی د دغې موافقې په هکله پخپلو ژمنو پابند اوسی.

گوترش د دی ټکی په بیانولو سره، چی د اکټبر په ۱۳ نیټه د ټرمپ له خوا؛ په برجام د ایران د پابندۍ نه منل کیدو، د دغې موافقې د راتلونکی په باره کی د پام وړ شک او شبهه را منځته کړې د ه، زیاته کړه: زه ډاډمن شوئ یم؛ چی امریکا ژمن شوې ده، حاضر دمه په برجام کی پاتی شی.

د ملگرو ملتو سرمنشی؛ له برجام څخه د چین، روسیې، بریتانیې، فرانسی، جرمنی او د اروپا اتحادیی په شان نورو لورو له ملاتړ څخه په هرکلی کولو سره، امریکا دیته تشویقه کړه؛ چی پدې موافقه کی پخپلو ژمنو پابنده پاتی شی.

*******

د تهران چاپ د ابتکار ورځپاڼه د ترکیې په استانبول کی د دونالډ ټرمپ د تصمیم په وړاندی د ځواب ورکولو د څرنګوالی د څیړلو په منظور، د اسلامی کنفرانس سازمان، بیړنۍ سرمشریزې ته په اشارې سره، د ښاغلیو روحانی او اردوغان جملی نقلوی، او لیکی: چی روحانی ویلی؛ د نړیوالو مصوبو مسخره کول به؛ زیانمنونکی پایلی ولری. او اردوغان ویلی:  داسی کړچار چی اسرائیل له فلسطینیانو سره کوی، لیوه له پسونو سره نه کوی.

د دغه راپور په دوام کی لولو: د بیت المقدس په باره کی د«ډونالډ ټرمپ» د تصمیم نیونی د څیړلو لپاره، د اسلامی ملګرتیا سازمان سرمشریزه غونډه، پرون د ترکیی په استانبول کی، د عربستان؛ اماراتو او بحرین په غیاب، او د ایران د اسلامی جمهوریت د ؤلس مشر«حسن روحانی» په شتون؛ ترسره شوه. پدې غونډه کی د اسلامی ملګرتیا سازمان مشرانو؛ له قدس څخه په دفاع کی د ویناؤو په کولو سره، د صهیونیسټی رژیم د پایتخت په توګه د قدس د پیژندنی؛ او همداراز بیت المقدس ته د امریکی د سفارت د منتقلولو په باره کی، د دغه هیواد د ؤلس مشر د اقدام په وړاندی، د خپلو هیوادونو دریځونه اعلان کړل.

ډونالډ ټرمپ؛ تیره اونۍ په یو ناڅاپی او عجولانه اقدام کی، په ۱۹۹۵ کال کی د امریکی د کانګرس د مصوبی په اساس، د صهیونیسټی رژیم د پایتخت په توګه؛ د بیت المقدس له رسمیت پیژندی سربیره، له تل آبیب څخه قدس ته د امریکی سفارت د منتقلولو دستور ورکړ. د ټرمپ دغه تصمیم؛ د نړیوالو حقوقو او د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو د اصولو په خلاف دئ. 

*******

د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی دا سرټکئ لیدل کیږی: «عربستان؛ د مقاومت د محور په خلاف په یوه نوې توطئه کی، د لبنان حزب الله د بی وسلی کولو لپاره لاس په کار شو».  

د ورځپاڼی په لیکنه؛ د عربستان د الجزیره ورځپاڼی اعلان وکړ: ریاض؛ د لبنان د حزب الله د بی وسلی کولو او د دغه غورځڼګ د ګوښی کولو دنده په غاړه واخیسته. د الجزیره ورځپاڼه وړاندی لیکی: وروستیو سیاسی پیښو ثابته کړه؛ چی د عربستان مشرتابه کادر باوری دئ، چی په لبنان کی د ایران او حزب الله رول، د دغه هیواد امنیت او حاکمیت ګواښی، او عربستان د ټولنیز او عربی یو موټی توب مشر دئ. عربستان؛ یواځنئ لورئ دئ، چی یوه پیاوړې پلمه په واک لری، ترڅو د خپلو سیمه ایزو او نړیوالو اهدافو د رښتنی کیدو لپاره، د حزب الله د بی وسلې کولو غوښتنه وکړی. 

د الجزیره ورځپاڼی همداراز لیکلی دی: له همدې کبله؛ عربستان چی په لبنان او سیمه کی له حزب الله سره د مستقیمې مقابلې رهبرې په غاړه لری، وروستی اقدامات غوره کړی او اعلان یی وکړ: هغه توغندئ چی له یمن څخه توغول شوئ؛ د عربستان په خلاف یو جنګی اقدام شمیرل کیږی. د عربستان د دې ځلې اقدامات؛ د امریکی د ؤلس مشر«ډونالډ ټرمپ» په موافقې سره غوره شوی دی، او د عربستان او امریکی استراتژې یو شانته ده، او د عربستان سیاست او استراتژی؛ د دغه هیواد یا د سیمی د نورو هیوادونو په خلاف، د حزب الله سیاستونه او رودې نه منی.

******

د تهران چاپ د همشهری په ورځپاڼه کی په یمن باندی د عربستان د پرونۍ بمبارۍ په هکله لیکل شوی دی: عربستان دیمن په صنعاءپه بې آمانه بمبارۍ کې۱۸۰کسان په وینوکې لیت پیت کړل.

دسعودی عربستان جنګی الوتکو پرون دیمن په پلازمینې صنعاء کې دپولیسو په یوه مرکز سخته بمباری کړې، چې ویل کیږی له امله ېی له ۳۹ ؤ څخه زیات کسان وژل شوی، او څه دپاسه ۱۳۰ ټپیان شوی دی ، چې ویئل کیږی ځینی بندیان هم پکې شامل دی. ایرناخبری آژانس  په همدا وروستیو کې دروئیټرز خبری آژانس له قوله راپورورکړی ،د یمن دروغتون سرچینو وئیلی دی ،  زیات شمیر ټپیان  مرګی حاله دی او ممکنه ده دمړو شمیر  نوره هم زیات شی .  دیمن  امنیتی سرچینو وئیلی دی ،  دسعودی عربستان تیریګرو  جنګی الوتکو نن  پرله پسې  اوه ځله   دصنعاء  په شعوب سیمې کې  دپولیسو  په مرکز  چې  د هستوګنې  سیمې  په مینځ کې دی بمباری کړی او  داهم وئیل شوی چې  په دغو یرغلونو کې یو شمیر عام خلک هم قربانی شوی دی .  سرچینې وئیلی په دغه بند کې  کابو  یو سل اتیا هغه بندیان ساتل کیدل چې  زیاتره ئې  دجنګ په جبهو کې  نیول شوی  او ټاکل شوې وه چې په راتلونکو څو ورځو کې خوشی شی .

 له دې مخکې ملګروملتونو هم، بیګا پخپل یوه راپور کې   په یمن کې د اته میلیونه کسانو  دبوږنونکی وضعیّت په باب   خپله اندیښنه ښودلې  او  د  دیمن بې وزله خلکو ته د انسان دوستۍ د مرستو درسونې لپاره ئې د سعودی عربستان له خوا   دیمن د  سترو لارو دسملاسی خلاصولو غوښتنه ئې کړې ده. 

******

اوس هم د افغانستان د چارو په هکله د بهرنیو ورځپاڼو مطالبو ته یوه لنډه کتنه کوؤ:

دوو لوېدیځو ورځپاڼو په ۲۰۱۸ میلادی کال کې د افغانستان د پارلمانی انتخاباتو په اړه مطالب لیکلی دی.

ډیپلومات

ډیپلومات خپرونې یوه پوښتنه مطرح کړې چې ایا افغانستان په ۲۰۱۸ میلادی کال کې انتخابات ترسره کولای شی؟

د خپرونې په خبره د جولای د اوومې انتخابات به د اوسنی پارلمان د یوې پنځه کلنې کاری دورې تر پای ته رسېدو درې کاله وروسته ترسره شی.

ډیپلومات خپرونې ویلی، کېدای شی د ملی شورا انتخابات په ټاکلې نېټه ترسره نه‌شی.

خپرونې له تخنیکی او امنیتی ستونزو یادونه کړې چې کولای شی د انتخاباتو مخه ډب کړی.

په دې مقاله کې راغلی راتلونکی دوبی د افغانستان پارلمانی انتخابات ممکن نه‌ښکاری او په دې سره به د افغانستان د نوې ډموکراسۍ انځور لا پسې تت کړی.

واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم د افغانستان په انتخاباتو یوه مقاله لیکلې چې په خبره‌یې لانجو د افغانستان انتخابات له ګواښ سره مخ کړی.

ایا په رښتیا د دغه هېواد ډموکراسی له ګواښ سره مخ ده؟ دا هغه پوښتنه ده چې واشنګټن پوسټ مطرح کړې ده.

د واشنګټن پوسټ په خبره د انتخاباتو تابیا قومی تعصبونو، تخنیکی ستونزو، نامعلوم ځنډ او د سیاستوالو دریځونو تر خپل سیوری او اغېز لاندې راوستې.

ورځپاڼې دا خبره هم راخیستې چې که انتخابات ترسره نه‌شی اکثر افغانان اندېښنه لری چې د دغه هېواد د نوې ډموکراسۍ بنسټ او نړیوال ملاتړ به له ګواښ سره مخ شی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز مشر صدیق صدیقی خبرې راخیستی چې ویلی یې دی، انتخابات به دا ځل ډېر ستونزمن وی، خو باید ترسره شی.

د ښاغلی صدیقی په خبره د لویې جرګې لپاره شرایط اماده نه‌دی او ننګونې شته، خو د انتخاباتو ترسره کول په نوی افغانستان کې د خلکو غوښتنه ده.

********