امریکا او سعودی عربستان داعش ډلې ته وسلې رسوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61293-امریکا_او_سعودی_عربستان_داعش_ډلې_ته_وسلې_رسوی
جرمنی خبری اژانس راپور ورکړی د وسلو د اطلاعاتو په زمینه کښې د فعالې ډلې د تحقیقاتو نتیجې وښودله چې سعودی عربستان او امریکا په عراق او سوریې کښې ترهګرو ته د اروپایی هیوادونو دوسلو په انتقالولو کښې رول لری.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 16, 2017 01:53 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان او امریکا د ختیځې اروپا له هیوادونو وسلې اخیستي او بیا یې دسوریې دحکومت مخالفو ډلو ته  ورکړي .
    سعودي عربستان او امریکا د ختیځې اروپا له هیوادونو وسلې اخیستي او بیا یې دسوریې دحکومت مخالفو ډلو ته ورکړي .

جرمنی خبری اژانس راپور ورکړی د وسلو د اطلاعاتو په زمینه کښې د فعالې ډلې د تحقیقاتو نتیجې وښودله چې سعودی عربستان او امریکا په عراق او سوریې کښې ترهګرو ته د اروپایی هیوادونو دوسلو په انتقالولو کښې رول لری.

د «جنګی وسلو د ډلې» د تحقیقاتو د نتیجو پراساس سعودی عربستان او امریکا د ختیځې اروپا له هیوادونو وسلې اخیستی او بیا یې دسوریې دحکومت مخالفو ډلو ته  ورکړی او وروسته  د تکفیری ترهګرو ډلو لاسونه ته رسیدلی .

دغه راپور وایی څه دپاسه دریمه(۳) برخه وسلې چې په عراق او سوریې کښې دترهګرو ډلو په لاسونو کښې دی دجرمنی په شمول د اروپایی اتحادیې دغړیو هیوادونو جوړې او ترهګرو ته ورکړل شوی دی .

دجنګی وسلو د ډلې درې سوه (۳۰۰) مخیزو تحقیقاتو نتیجو وښودله څه دپاسه دیرش(۳۰) فیصده وسلې چې داعش ډله یې په عراق او سوریې کښې لری د بلغاریه ، رومانیا ، هنګری او د جرمنی هیوادونو جوړې وسلې دی .

داعش او نورې تکفیری ترهګرې ډلې امریکا، سعودی عربستان ، انګلستان، فرانسې  ، متحده عربی اماراتو، اردن ، کویت ،بحرین او ځینو نوروعربو او اروپایی هیوادونو دخپلو هدفونو او د اسلامی هیوادونو د کمزوری او ټوټې ټوټې کولو او داسرائیلو لپاره دامن حاشیې د رامینځته کولولپاره جوړې کړی دی خو دغو ډلو اوس په سوریې او عراق کښې سخته ماتی خوړلی او دامریکا او دهغوې ملګرو  دسیسې او پلانونه شنډ شوی دی .