له ایران سره د امریکا جنګ دغه هیواد لا پیاوړی کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i176412-له_ایران_سره_د_امریکا_جنګ_دغه_هیواد_لا_پیاوړی_کړی_دی
پارس ټوډې- یوه امریکائي سناتور له ایران سره په جنګ کې د ټرمپ د حکومت په ناکامۍ باندې په اعتراف سره  ووئیل؛ دغه جنګ   د امریکا د کمزوری کیدا او د ایران د لا قدرتمنیدا  سبب شوی دی.
(last modified 2026-08-10T10:58:52+00:00 )
Aug 10, 2026 14:57 Asia/Kabul
  • د امریکا په مشرانو جرګې کې د کنټیکټ  ایالت سناتور کریس مورفی  
    د امریکا په مشرانو جرګې کې د کنټیکټ  ایالت سناتور کریس مورفی  

پارس ټوډې- یوه امریکائي سناتور له ایران سره په جنګ کې د ټرمپ د حکومت په ناکامۍ باندې په اعتراف سره  ووئیل؛ دغه جنګ   د امریکا د کمزوری کیدا او د ایران د لا قدرتمنیدا  سبب شوی دی.

پارس ټوډې راپور ورکړی، سناتور کریس مورفي د خپل هیواد لپاره د ایران په ضد د جنګ اړخونو  باندې په اعتراف سره ووئیل؛ددغه جنګ د ختمیدا لپاره له هر هغې موافقې څخه چې حتی که یوه بده موافقه هم وي، ملاتړ به ترې وکړي.

کریس مورفی د جنګ د دوام له امله د لګښتونو زیاتیدا او د امریکا لپاره د دغه جنګ  نتیجو ته په اشارې سره ووئیل؛ دامریکا ولس له دغه جنګه کړیږي او د هرمز تنګي د بیا پرانستل کیدا لګښت ورځ تربلې  لازیاتیږي.

دغه امریکائي سناتور همداراز ووئيل، ټرمپ په دغه جنګ کې ماته خوړلې او د هغه په نتیجې کې امریکا کمزورې شوې او ایران هم لا پیاوړی او قدرتمند شوی دی.