دفیلپین طوفان تراوسه 182 کسان وژلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61843-دفیلپین_طوفان_تراوسه_182_کسان_وژلی_دی
زمونږخبریال وایی په فیلپین کښې سخت طوفان او سیلاب تراوسه یوسل دوه اتیا(۱۸۲) کسان وژلی دی او ډیر کسان بې درکه شوی هم دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 24, 2017 01:48 Asia/Kabul
  • دطوفان او  دسختو بارانونو له کبله د کمرو دښویدا په پیښو کښې زیات کسان وژل شوي .
    دطوفان او دسختو بارانونو له کبله د کمرو دښویدا په پیښو کښې زیات کسان وژل شوي .

زمونږخبریال وایی په فیلپین کښې سخت طوفان او سیلاب تراوسه یوسل دوه اتیا(۱۸۲) کسان وژلی دی او ډیر کسان بې درکه شوی هم دی .

دفیلپین چارواکو وویل له تیرې جمعې راهسې د ټیمبین(Tembin) په نوم طوفان  په مینداناو ټاپو کښې راغی او له کبله یې په لسګونو کسان مړه او ډیر نور بې درکه شول .

دطوفان او  دسختو بارانونو له کبله د کمرو دښویدا په پیښو کښې زیات کسان وژل شوی او د وژل شویو کسانو شمیر زیاتیدلی هم شی .

د فیلپین چارواکو وویل دمینداناو  جزیرې کلی تر خاورو لاندې شوی دی او دخلکو دژوند دبچولو لپاره مرستندویه ډلې ، پوځیان او پولیس د ژغورنې په کارونو بوخت شوی دی .

په فیلپین کښې دغه طوفان او سیلاب په زرګونو کورونه تباه کړی دی او ارتباطی لارې یې هم غوڅی کړی دی او  سلګونو الوتونه یې لغوه کړی او د کشتیو تګ راتګ هم بند شوی دی .