امریکایان په سیمې کې په بلاجوړونې پسې دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61893-امریکایان_په_سیمې_کې_په_بلاجوړونې_پسې_دی
ډاکټرلاریجانی دایران او روسیې دسیمه ایزو ملګرتیاؤ دزیاتیدا په ضرورت په ټینګار سره ، دسورئې دشخړې په حل کې د دغو د دواړو هیوادونو ملګرتیا،دبریالیو ملګرتیاؤ یو مثال وباله او وې وئیل ځینی د دغې لارې په بدلولو او په سورئې کې له وروستیو بریالیتوبونو پخپلې ګټې په استفادې پسې دی چې باید په دې زمینې کې هوښیار ووسو .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 24, 2017 14:23 Asia/Kabul
  • امریکایان په سیمې کې په بلاجوړونې پسې دی

ډاکټرلاریجانی دایران او روسیې دسیمه ایزو ملګرتیاؤ دزیاتیدا په ضرورت په ټینګار سره ، دسورئې دشخړې په حل کې د دغو د دواړو هیوادونو ملګرتیا،دبریالیو ملګرتیاؤ یو مثال وباله او وې وئیل ځینی د دغې لارې په بدلولو او په سورئې کې له وروستیو بریالیتوبونو پخپلې ګټې په استفادې پسې دی چې باید په دې زمینې کې هوښیار ووسو .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ  دایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی نن  دپاکستان په اسلام اباد کې : له ترهه ګرۍ  سره دمبارزې  د چیلنجونو او  دسیمې دملګرتیاؤ درول په باب  د شپږو هیوادونو یعنی د ایران ،پاکستان ،افغانستان ،روسیې ،چین او ترکیې  دپارلیمانونودمشرانو دغونډې په څنډې کې د روسیې دپارلیمان(دوما) له مشر ویچسلاؤ والودین  سره  په  کتنې کې    په دې باب د امریکایانو  ادعا  چې  ایران  دیمن انصار ا...   ته توغندی ورکړی  دی ،  په سیمې کې د هغوی یوه نوی سناریو وبلله .

 ډاکټرلاریجانی همداراز  دایران او روسیې   دسیمه ایزو ملګرتیاؤ دزیاتیدا په ضرورت په ټینګار سره  ،  دسورئې دشخړې په حل کې  د دغو د دواړو هیوادونو ملګرتیا، دبریالیو ملګرتیاؤ یو مثال وباله او  وې وئیل  ځینی د دغې لارې په بدلولو او   په سورئې کې   له وروستیو بریالیتوبونو پخپلې ګټې په استفادې پسې دی چې باید  په دې زمینې کې هوښیار ووسو .

  په پاکستان کې د  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې  د چیلینجونو  په دغې غونډې کې د   ایران دګډون کونکی پلاوی مشر  همداراز  داسرائیلو دپلازمینې په توګه  دقدس دنیواکی ښار  د په رسمیّت پیژندنې په باب د   امریکا د ولسمشر  له فیصلې سره د  مخالفت په باب د روسیې د دریځونو  هم قدرونه وکړه .

 دروسیې دپارلیمان  دوما مشر هم په دغې کتنې کې  دامریکایانو د دوه ګوڼو سیاستونو  باندې په نیوکو سره  ووئیل ،  باید  په سورئې کط د سیمه ایزې ګډې ملګرتیا له تجروبې  په استفادې سره ، پوځی شخړې  هم  په سیاسی  او سوله ایزو رودو سره  حل شی .