دحضرت عیسی مسیح (ع)نیکمرغه زوکړه دې درستو مسیحیانو ته مبارک وی
ډاکټر حسن روحاني او ډاکټر لاریجاڼي پخپلو پيغامو کې روښآنه کړې ، لوړو انساني آئيډياؤ ته د رسیدو لپاره دالهي دینونو دپیروکارو تعامل اوخبرې اترې یعني سوله، عدالت او پرمختګ چې دحضرت عیسی مسیح په شان ستر الهي پيغبران ئې تل دهغو ځيري ورکونکي وو ، د اوسنۍ نړۍ ضرورت دی .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني او د اسلامی شورا مشر علی لاریجاني نن دحضرت عیسی مسیح علیه السلام دمیلاد دکلیزې په مناسبت د نړۍ دکاتولیکانورهبر پاپ فرانسیس اود مسیحي هیوادونو د حکومتونو او پارلیمانونو مشرانو ته په جلاجلا پیغامونو کې مبارکی ووئيله .
ډاکټر حسن روحاني او ډاکټر لاریجاڼي پخپلو پيغامو کې روښآنه کړې ، لوړو انساني آئيډياؤ ته د رسیدو لپاره دالهي دینونو دپیروکارو تعامل اوخبرې اترې یعني سوله، عدالت او پرمختګ چې دحضرت عیسی مسیح په شان ستر الهي پيغبران ئې تل دهغو ځيري ورکونکي وو ، د اوسنۍ نړۍ ضرورت دی .
دوي په دغو پیغامونو کې دې ته په اشارې سره چې انساني ټولنه له بر هروخته زیات رغنده خبرواترو او تعامل ته اړتیا لري ، ووئيل ، په دې باب په پارلیمانونو کې دملتونو د استازو دنظر تبادلې اوتعامل له ډير مهم رول او غوره مقامه برخمن دی .
په دغو پیغامونو کې روښانه شوې ، دایران اسلامی شورا د لوړو الهي او انساني ارزښتونو او دسولې دپياوړتیا په موخې سره ګډې ملګرتیا او تعامل ته تیار دی .
دتهران ریډیو دپښتو خپرونې درست کارکونکي هم حضرت عیسی مسیح دنیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت مبارکي وائي .