دحضرت عیسی مسیح (ع)نیکمرغه زوکړه دې درستو مسیحیانو ته مبارک وی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61897-دحضرت_عیسی_مسیح_(ع)نیکمرغه_زوکړه_دې_درستو_مسیحیانو_ته_مبارک_وی
ډاکټر حسن روحاني او ډاکټر لاریجاڼي پخپلو پيغامو کې روښآنه کړې ، لوړو انساني آئيډياؤ ته د رسیدو لپاره دالهي دینونو دپیروکارو تعامل اوخبرې اترې یعني سوله، عدالت او پرمختګ چې دحضرت عیسی مسیح په شان ستر الهي پيغبران ئې تل دهغو ځيري ورکونکي وو ، د اوسنۍ نړۍ ضرورت دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 24, 2017 15:23 Asia/Kabul
  •   دحضرت عیسی مسیح (ع)نیکمرغه زوکړه دې درستو مسیحیانو  ته مبارک وی

ډاکټر حسن روحاني او ډاکټر لاریجاڼي پخپلو پيغامو کې روښآنه کړې ، لوړو انساني آئيډياؤ ته د رسیدو لپاره دالهي دینونو دپیروکارو تعامل اوخبرې اترې یعني سوله، عدالت او پرمختګ چې دحضرت عیسی مسیح په شان ستر الهي پيغبران ئې تل دهغو ځيري ورکونکي وو ، د اوسنۍ نړۍ ضرورت دی .

زمونږخبریال  راپور راکړ د ایران  داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني او د اسلامی شورا مشر علی لاریجاني نن  دحضرت عیسی مسیح   علیه السلام  دمیلاد دکلیزې په مناسبت د نړۍ دکاتولیکانورهبر پاپ فرانسیس اود  مسیحي   هیوادونو د حکومتونو او  پارلیمانونو مشرانو ته په  جلاجلا پیغامونو کې مبارکی ووئيله .

 ډاکټر حسن روحاني او ډاکټر لاریجاڼي  پخپلو پيغامو کې روښآنه کړې ،  لوړو انساني  آئيډياؤ ته  د رسیدو لپاره دالهي دینونو  دپیروکارو  تعامل اوخبرې اترې  یعني  سوله، عدالت  او پرمختګ چې  دحضرت عیسی مسیح  په شان  ستر  الهي پيغبران ئې  تل  دهغو ځيري ورکونکي  وو ،  د اوسنۍ نړۍ   ضرورت دی .

دوي په دغو پیغامونو کې  دې  ته په اشارې سره چې  انساني ټولنه  له  بر هروخته زیات  رغنده خبرواترو  او تعامل ته اړتیا لري ، ووئيل ،  په دې باب  په پارلیمانونو کې  دملتونو د استازو  دنظر تبادلې اوتعامل   له ډير مهم رول او  غوره  مقامه برخمن  دی .

  په دغو پیغامونو کې روښانه شوې  ،  دایران  اسلامی  شورا   د لوړو الهي  او انساني   ارزښتونو  او دسولې  دپياوړتیا په موخې سره  ګډې ملګرتیا  او تعامل ته تیار  دی .

دتهران ریډیو دپښتو خپرونې  درست کارکونکي هم  حضرت عیسی مسیح  دنیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت  مبارکي وائي .