د فلسطین خارجه وزارت د ګواټیمالا فیصله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61975-د_فلسطین_خارجه_وزارت_د_ګواټیمالا_فیصله_وغندله
ایرنا خبری اژانس وایی د فلسطین دباندنیو چارو وزارت له تل ابیت څخه بیت المقدس ته د ګواټیمالا هیواد دسفارت د انتقالولو لپاره ددغه هیواد د ولسمشر فیصله شرمونکی وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 26, 2017 01:22 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم د ګواټیمالا د ولسمشر جیمي مورالس د فیصلې هرکلی وکړ .
    صهیونیسټ رژیم د ګواټیمالا د ولسمشر جیمي مورالس د فیصلې هرکلی وکړ .

ایرنا خبری اژانس وایی د فلسطین دباندنیو چارو وزارت له تل ابیت څخه بیت المقدس ته د ګواټیمالا هیواد دسفارت د انتقالولو لپاره ددغه هیواد د ولسمشر فیصله شرمونکی وبلله .

دفلسطین دبهرنیو چارو وزارت پرون په یوې(۱) بیانیې کښې له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د ګواټیمالا هیواد د سفارت د انتقالولو لپاره د دغه هیواد د ولسمشر جیمی مورالس فیصله غیرقانونی وبلله او له دغه فیصلې د ګواټیمالا په پیښیمانه کیدا یې ټینګار وکړ .

د ګواټیمالا ولسمشر جیمی مورالس په تیرې یکشنبې ورځ په یوه(۱)  پیغام کښې وویل د صهیونیسټ رژیم له لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو سره له خبرو وروسته مو فیصله کړی ده چې په اسرائیلو کښې دخپل هیواد سفارت له تل ابیب څخه قدس ته انتقال کړم .

صهیونیسټ رژیم د ګواټیمالا د ولسمشر جیمی مورالس د فیصلې هرکلی وکړ او  لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو هم د مورالس  ددغه اقدام په قدرونې سره هیله وکړه چې هغه د امریکا د ولسمشر ټرمپ سیاست تعقیب کړی اوقدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه په رسمیت وپیژندی .

امریکا له ګواټیمالا هیواد سره ډیرې مالی مرستې کوی او ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی وو له هغو هیوادونو سره به  چې د قدس په باره کښې دملګروملتونو په عمومی اسمبلۍ کښې دامریکا د پریکړه لیک پرضد رایې ورکړی مرستې غوڅې کړی .