دچین ، پاکستان او افغانستان غونډه نن کیږی
-
په افغانستان کښې صلح او ثبات په پوځي لارې سره نه ټینګیږي .
زمونږ خبریال وایی د افغانستان دبهرنیو چارو د وزارت د ویندوی مرستیال «صبغت الله احمدی » په پیکینګ کښې د چین ، پاکستان او دخپل هیواد دخارجه وزیرانو د ننۍ غونډې په اړه وویل له ترهګرو ډلو سره مبارزه او د پاکستان او د افغانستان ترمینځ دتاوتریخوالی حل به ددغه غونډې دخبرو مهمې موضوګانې وی .
هغه وویل له دې سره سره چې دافغانستان او د پاکستان ترمینځ تاویخوالی په یوې(۱) شپې کښې نه ختمیږی خو دکابل او د اسلام اباد ترمینځ د تاوتریخوالو د کمولو او د ترهګرو د ځالو له مینځه وړلو ته د پاکستان په مجبورولو کښې د چین رول اغیز شیندونکی دی .
د چین د بهرنیو چارو وزیر « وانګ یی» هم وویل له ګاونډیو هیوادونو سره به زمونږ دوستۍ پراخه شی او د افغانستان دجنګ دختمیدا او په کوریا ټاپووزمې کښې د تاوتریخوالی په شان دمسایلو د حل لپاره به هڅه وکړو .
چین په داسې حال کښې د افغانستان او دپاکستان ترمینځ د تاوتریخوالی د کمولوهڅه کوی چې په تیرې یکشنبې ورځ په ملګروملتونو کښې د پاکستان استازی میرمن« ملیحه لودهی» ویلی وو د ترهګرو پټنځایونه د افغانستان په هغو سیمو کښې دی چیرې چې حکومت هیڅ کنټرول نلری .
هغې ویلی وو چې په افغانستان کښې صلح او ثبات په پوځی لارې سره نه ټینګیږی .