دیمن د پخوانی ولسمشر دځواکونو مشر ژوبل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62763-دیمن_د_پخوانی_ولسمشر_دځواکونو_مشر_ژوبل_شوی
ایرنا خبری اژانس وایی دیمن د استعفا شوی او تښتیدلی ولسمشر عبدربه منصور هادی دځواکونو قوماندان او یوشمیر پوځیان دهیواد په ختیځ کښې په ماین چاودنې کښې ژوبل شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 06, 2018 01:56 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان له تیرو دریو(۳) کلونو راهسې دیمن دبې  دفاع خلکو پرضد بمباریو ته دوام ورکړی .
    سعودي عربستان له تیرو دریو(۳) کلونو راهسې دیمن دبې دفاع خلکو پرضد بمباریو ته دوام ورکړی .

ایرنا خبری اژانس وایی دیمن د استعفا شوی او تښتیدلی ولسمشر عبدربه منصور هادی دځواکونو قوماندان او یوشمیر پوځیان دهیواد په ختیځ کښې په ماین چاودنې کښې ژوبل شول .

دیمن یوې (۱)پوځی سرچینې المیادین ټیلی ویژن ته وویل د الجوف ولایت په« خب و الشعف» ولسوالۍ کښې د استعفا شوی ولسمشر عبدربه منصور هادی د ځواکونو دمشر طاهر العقیلی دګاډی د تیریدا په لاره کښې  دماین چاودنه وشوه او هغه پکښې سخت ژوبل شو چې  ددرملنې لپاره سعودی عربستان ته وړل شوی دی .

سعودی عربستان له تیرو دریو(۳) کلونو راهسې دیمن دبې  دفاع خلکو پرضد د امریکا، اسرائیلو ، اردن  ، متحده عربی اماراتو او دځینو نورو اروپایی او عربو هیوادونو په ملاتړ سره حملو او بمباریو ته دوام ورکړی چې له کبله یې په زرګونو بې ګناه خلک وژل شوی دی .