امریکا له شمالی کوریا سره خبرو ته چمتو ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62839-امریکا_له_شمالی_کوریا_سره_خبرو_ته_چمتو_ده
زمونږ خبریال وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې زه د شمالی کوریا له ولسمشر کیم جونګ ان سره په ټیلی فون خبرو ته تیار یم .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 07, 2018 01:00 Asia/Kabul
  • دامریکا  لیکوال مائیکل وولف ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو(۱) شوقین ، تمه دار(Greedy) او شیطاني شخصیت  بللی دی .
    دامریکا لیکوال مائیکل وولف ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو(۱) شوقین ، تمه دار(Greedy) او شیطاني شخصیت بللی دی .

زمونږ خبریال وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې زه د شمالی کوریا له ولسمشر کیم جونګ ان سره په ټیلی فون خبرو ته تیار یم .

هغه وویل دشمالی او جنوبی کوریا ترمینځ په خبرو کښې به مثبت پرمختګ رامینځته شی .

امریکا له تیرو کلونو راهسې ډیره هڅه کړی ده چې د شمالی او دجنوبی کوریا ترمینځ د خبرو د ترسره کیدا او دشخړې دختمیدا مخه ونیسی .

دامریکا ولسمشر ټرمپ دغه راز دده په هکله د لیکل شوی کتاب «فایر اینډ فیوری» د لیکوال مائیکل وولف شننې ته په  غبرګون سره وویل زما په ژوند کښې ترټولو ښې شتمۍ زما ذهنی ثبات او چاق او چوبند کیدل دی .

د ویلو ده چې دامریکا  لیکوال مائیکل وولف ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو(۱) شوقین ، تمه دار(Greedy) او شیطانی شخصیت  بللی دی .