امریکا د ایران په چارو کښې لاسوهنې کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62847-امریکا_د_ایران_په_چارو_کښې_لاسوهنې_کوی
زمونږخبریال وایی دامریکا د ران پال موسسې(Ron Paul Institute) مقاله لیکونکی مایکل ایس روزف(Michael S .Rozeff) دایران په بلواو کښې دامریکا د چارواکو په لاسوهنې سخته نیوکه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 07, 2018 02:02 Asia/Kabul
  • د واشنګټن چارواکو په ډاګه دبلواګرو د ملاتړ په ترڅ کښې دایران کورنۍ موضوع په امنیت شورا کښې مطرح کړه خو د امریکا د ایران ضد هڅو سخته ماتي وخوړله .
    د واشنګټن چارواکو په ډاګه دبلواګرو د ملاتړ په ترڅ کښې دایران کورنۍ موضوع په امنیت شورا کښې مطرح کړه خو د امریکا د ایران ضد هڅو سخته ماتي وخوړله .

زمونږخبریال وایی دامریکا د ران پال موسسې(Ron Paul Institute) مقاله لیکونکی مایکل ایس روزف(Michael S .Rozeff) دایران په بلواو کښې دامریکا د چارواکو په لاسوهنې سخته نیوکه وکړه .

هغه په ایران کښې له بلواګرو د ملاتړ په اړه په ملګروملتونو کښې دامریکا دسفیرې نیکی هیلې او دولسمشر ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل د واشنګټن چارواکی باید په دې اړه غلی کینی .

دامریکا دغه لیکوال وویل په ایران کښې دانتخاباتو یو(۱) نظام شته او  یوشمیر ادارې د انتخاباتو په کاندیدانو غور کوی .

هغه وویل په امریکا کښې هم  دانتخاباتو یوشمیر ادارې د ټاکنو په کاندیدانو غور کوی او ستره محکمه له قانون څخه زیات قدرت لری او  دهیواد نفوذ لرونکی ارګانونه  او جاسوسۍ ادارې نامحدود غیرډیموکراټیک  قدرت لری .

دایران په بیلابیلوسیمو کښې په وروستیو بلواو پسې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او په ملګروملتونو کښې ددغه هیواد د سفیرې نیکی هیلې په شمول د واشنګټن چارواکو په ډاګه دبلواګرو د ملاتړ په ترڅ کښې دایران کورنۍ موضوع په امنیت شورا کښې مطرح کړه خو د امریکا د ایران ضد هڅو سخته ماتی وخوړله .