د سعودی عربستان حکومت شاعران په زندان محکوم کړل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i64787-د_سعودی_عربستان_حکومت_شاعران_په_زندان_محکوم_کړل
تسنیم خبری اژانس وایی دسعودی عربستان محکمې د ولیعهد محمد بن سلمان په سیاستونو څلور نیوکه کونکی شاعران په لس(۱۰) او پینځو(۵) کلونو بند محکوم کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 03, 2018 10:30 Asia/Kabul
  •  د سلمان لخوا له فساد سره د مبارزې ادعا دخپلو سیالانو د حذفولو لپاره دهغه یو (۱)نمایشي حرکت دی .
    د سلمان لخوا له فساد سره د مبارزې ادعا دخپلو سیالانو د حذفولو لپاره دهغه یو (۱)نمایشي حرکت دی .

تسنیم خبری اژانس وایی دسعودی عربستان محکمې د ولیعهد محمد بن سلمان په سیاستونو څلور نیوکه کونکی شاعران په لس(۱۰) او پینځو(۵) کلونو بند محکوم کړل .

په سعودی عربستان کښې د مبلغانو ، تاجرانو ، شاهزادګانو ، متفکرانو او لیکوالانو دنیولو  د څپې له زیاتیدا وروسته د تبوک او طائف سیمو څلور(۴) شاعران چې په خپلو قصیدو کښې یې د ولیعهد محمد بن سلماان په سیاستونو نیوکه کړی ده ونیول وشول .

د سعودی عربستان محکمې دوه(۲) شاعران عبدالله  عتقان السملی او محمد عیدالحویطی  په لس(۱۰) کاله زندان او دوه(۲)نور شاعران منیف المنقره او سلطان الشیبانی العتیبی په پینځه (۵) کاله بند محکوم کړل .

په عین حال کښې د« القسط »په نوم د بشری حقوقو موسسې د ولیعهد محمد بن سلمان او د هغه دسلاکارانو پرضد د لسمونکی اقدام په تور د شاعرانو پرضد دسختو حکمونو په صادریدا نیوکه وکړه .

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم  د سعودی عربستان دخلکو په وړاندې د دغه هیواد د ولیعهد محمد بن سلمان کړچار ریاکارانه وباله او ویې لیکل په دغه  هیواد کښې دبودجې ریاضت  او له مالی فساد سره دمبارزې په اړه دهغه ادعا چې په یووخت یې په فرانسې کښې  د ځان لپاره یوه(۱) ماڼۍ او د پینځه سوه پنځوس(۵۰۰) میلیونه ډالرو په ارزښت یې یوه(۱) کشتۍ اخیستی ده دعربستان دخلکو په وړاندې په خپلو سیاستونو کښې دهغه دصداقت د نشتوالی ښودنه کوی .

دسعودی عربستان رژیم د تیر میلادی کال دنوامبر دمیاشتې له څلورمې (۴)نیټې راهسې دمالی فساد په تور کابو دوه سوه(۲۰۰) شاهزادګان ، تاجران او سوداګران نیولی او له ځینو کسانو یې په میلیارډونو ‌ډالره اخیستلو سره خوشی کړی دی .

له نیول شویو شاهزادګانو څخه دغه په میلیارډونو اخیستل شوی ډالر دحکومت د خزانې پرځاې د ولیعهد محمد بن سلمان تر څارنې  لاندې د شاهی دیوان  اکاونټ ته اچول شوی دی چې دغه چاره ددې ښودنه کوی چې د سلمان لخوا له فساد سره د مبارزې ادعا دخپلو سیالانو د حذفولو لپاره دهغه یو (۱)نمایشی حرکت دی .