دجرمنی په یوۀ جومات کې د اذان په خپریدو بندیز ولګید
https://parstoday.ir/ps/news/world-i64819-دجرمنی_په_یوۀ_جومات_کې_د_اذان_په_خپریدو_بندیز_ولګید
په همداوروستیو میاشتو کې له اسلام سره دمقابلې اقدامات په اروپائی هیوادونو کې ډیر زیات شوی دی او داسې کومه ورځ نشته چې په کوم اروپائی هیواد کې د اسلامی سپیڅلتیاؤ په ضد کوم اقدام ونشی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 03, 2018 15:20 Asia/Kabul
  • دجرمنی په یوۀ جومات کې د اذان په  خپریدو بندیز ولګید

په همداوروستیو میاشتو کې له اسلام سره دمقابلې اقدامات په اروپائی هیوادونو کې ډیر زیات شوی دی او داسې کومه ورځ نشته چې په کوم اروپائی هیواد کې د اسلامی سپیڅلتیاؤ په ضد کوم اقدام ونشی .

جرمنی خبری آژانس  راپورورکړ  په جرمنی کې  یوې محکمې  د مذهبی آزادیو دخلاف ورزۍ په  ادعا سره   د دغه هیواد په لویدیځ  کې  په یوه جومات کې   د  اونه ایز اذان په خپریدو بندیز  لګولی دی . 

 دیوې جوړې په شکایت پسې،دجرمنی په لویدیځ کې واقع په:اور ارکنشویک : کې  له یوه جوماته   د اذان  له خپریدو  ،  یوې محکمې  ددې خبرې په  کولو سره چې  دغه اقدام د مذهبی آزادیو خلاف  دی ، ، له دغه جوماته د اونه ایز اذان  د خپریدو د  بندیدو فیصله کړې . محکمې پخپلې  فیصلې کې وئیلی دی ، چې   د آذان  دخپریدا په زمینې کې ئې   په ۲۰۱۳کال کې د جرمنی د ترک مسلمانانو  ټولنې غوښتنه په سمه  نه ده ارزولې ..

په جرمنی کې  اسلامی ډلو   په دغې فیصلې  دبیا کتنې غوښتنه کړې ده .

  په همداوروستیو میاشتو کې  له اسلام سره دمقابلې اقدامات په اروپائی هیوادونو کې ډیر زیات شوی دی  او داسې کومه ورځ نشته چې  په  کوم اروپائی  هیواد کې د اسلامی سپیڅلتیاؤ په ضد کوم اقدام ونشی .

  دجرمنی ،فراسنې اوسویس حکومتونه هغه رژیمونه دی چې  دمسلمانانو   او دهغو د دینی فرایضو په ضد ئې   زیات شمیر محدودیّتونه او ممنوعتیونه  رامینځةکړی دی .