بنګله دیش غواړي روهینګیا مسلمانان شاړو جزیرو ته ولیږي
د بنګله دیش حکومت په بنګال خلیج کښې خالي جزیرې ته د یوشمیر روهینګیا کډوالو د منتقلولو لپاره د دغه هیواد د چارواکو د پریکړې خبر ورکړ.
رویټرز خبري آژانس لیکلي چې د بنګله دیش وزیراعظمې شیخ حسینه واجد د دې خبر په اعلانولو سره وویل: په بنګال خلیج کښې له خلکو تش ټاپو ته د روهینګیا کډوالو منتقلول لنډمهاله دي.
دا په داسې حال کښې دي چې د شیخ حسینه واجد یو سلاکار چې د نور د نه څرګندولو غوښتنې یې کړې، وویل: که کډوال خالي جزیرو ته منتقل کړی شي نو بیا یې بنګله دیش ته د راستنیدو هیڅ لاره نشته.
هغه ټینګار وکړ، له دغو خالي جزیرو څخه د روهینګیا پناه غوښتونکو د وتنې یوازنی لار، میانمار ته ستنیدل یا د یو دریمګړي هیواد لخوا د هغوي منل دي.
بنګله دیش په ۲۰۱۵ کال کښې هم بنګال جزیرې ته د یوه ډله روهینګیا مسلمانانو د منتقلولو وړاندیز کړی و خو د بشري حقوقو سازمونونو ورسره مخالفت کړی و.