په میانمار کښې لاهم د مسلمانانو د کلیو ورانول روان دي
د بشري حقوقو څارونکي وویل: سپوږمکیز تصویرونه ښودنه کوي چې د میانمار په راخین صوبه کښې د روهینګیا مسلمانانو کورونه لاهم د دغه هیواد د پوځي ځواکونو لخوا ورانیږي.
ایرنا بیګا خبر ورکړی چې د بشري حقوقو د څارونکي په رپورټ کښې راغلي دي: کوم سپوږمکیز تصویرونه چې په دې وروستیو کښې د بشري حقوقو د دې ارګان لخوا څیړل شوي دي، ښودنه کوي چې د روانې فرورۍ میاشتې له نهمې نه تر دیارلسمې نیټې پورې د راخین صوبې په شمال کښې د روهینګیا مسلمانانو دوه کلي وران شوي او دا بهیر لاهم روان دی.
د بشري حقوقو څارونکي له امنیت شورا وغوښتل چې زرترزره خپل نفوذ وکاروي او د روهینګیا مسلمانانو د کلیو د ورانیدو چلند بند کړي.
د بشري حقوقو د څارونکي په وینا، د میانمار پوځ د ۲۰۱۷ کال په وروستیو کښې د راخین صوبې په شمال کښې لږترلږه ۵۵ کلي ویجاړ کړي او زیاتره یې سوزولي دي.
په عین حال کښې د ملګرو ملتو د کډوالو د کمشنرۍ مشر فیلیپو ګرینډي ویلي چې شواهد ښودنه کوي د میانمار په راخین صوبه کښې د روهینګیا مسلمانانو لپاره حالات همهغه شان خراب دي او د دغه قام لسګونه کسان هره ورځ د بنګله دیش سرحدي سیمې ته ځي.
ملګرو ملتو ویلي چې د میانمار پوځ په راخین صوبه کښې نسلي یا توکمیزه پاکونه کوي.