د امريکې او هند په تجارتي تعلقاتو کښې تاوتريخوالے
هندي سرچينو د هند او امريکې په تجارتي تعلقاتو کښې د تاوتريخوالي د شتون خبر ورکړ.
ايرنا خبري اژانس د اېنډيا ټائمز ورځپاڼې په نقل سره رپوټ ورکړ، د هند حکومتي چارواکو نن وويل، د امريکې حکومتي چارواکو او صنعتي شرکتونو د ګمرکي تعرفې يا کسټم ډيوټي د کمولو لپاره په هند باندې خپل دباونه زيات کړي دي.
دغه دباو له دې وروسته زيات شو چې هند د دغه هېواد د وزيراعظم نرېندرا مودي له منصوبې څخه د ملاتړ په خاطر د څو څيزونو د کسټم ډيوټۍ زياتې کړې.
د امريکې د فورډ ګاډو جوړونکي شرکت چې په هند کښې دوه کارخانې لري د ګاډو د پورزو په اړه د دغه هېواد کسټم ډيوټۍ د کمولو غوښتنه کړې ده.
اېپل کمپني هم په هند کښې د خپلو محصولاتو د خرڅولو د دوام لپاره د کسټم ډيوټۍ او ټيکسونو د کمولو غوښتونکې شوې ده.
همدارنګ د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره مياشت د هارلي ډيويډسن موټرسائيکلو د صادراتو لپاره د هند کسټم ډيوټۍ د کمولو غوښتنه کړې وه.