کشمیر کښې کاربندیز خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي
Mar 13, 2018 18:03 Asia/Kabul
د جمو او کشمیر په ځینو سیمو کښې عمومي کاربندیز د سیمې د خلکو ژوند له سترو ستونزو سره مخ کړی دی.
د سحر نړیوال نیټ ورک اردو ټي وي خبر ورکړی چې د جمو او کشمیر په شوپیا سیمه کښې د هند د امنیتي ځواکونو په لاس د شپږو بیلتون غواړو په وژل کیدو باندې په اعتراض کښې له پرون څخه کاربندیز پيل شوی دی.
د دغه کاربندیز یا هړتال په وجه د جمو او کشمیر تحصیلي او تجارتي مرکزونه او بازار بند شوی دی.
د کشمیر حریت کانفرنس په مشرانو کښې سید علي شاه ګیلاني، محمد یاسین ملک او میرواعظ عمرفاروق ویلي دي چې د هندوستان حکومت د دباو او زور په اچولو سره د کشمیر خلک وځپي.
کلونه وشول چې هندوستان د زرګونو پوځیانو په دیره کولو سره د کشمیر یوشمیر سیمې په خپل کنټرول کښې اخیستې دي او په تیرو دریو لسیزو کښې یې ۶۸ زره کشمیریان وژلي دي.
ټیګونه