امریکا پر سوریې د توغندوي حملې پلان جوړوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i67377-امریکا_پر_سوریې_د_توغندوي_حملې_پلان_جوړوي
د روسیې د پوځ لوې درستیزولۍ وویل: ترهګر په سوریه کښې د یوې دروغجنې کیمیاوي حملې د ډرامې تیاري کوي څو په دمشق کښې پر حکومتي ودانیو د امریکې پراخې حملې توجیه کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 13, 2018 18:43 Asia/Kabul
  • امریکا پر سوریې د توغندوي حملې پلان جوړوي

د روسیې د پوځ لوې درستیزولۍ وویل: ترهګر په سوریه کښې د یوې دروغجنې کیمیاوي حملې د ډرامې تیاري کوي څو په دمشق کښې پر حکومتي ودانیو د امریکې پراخې حملې توجیه کړي.

د ایټارټاس د رپورټ له مخې د روسیې د پوځ لوې درستیز والري ګراسیموف وویل: ماسکو د هغې ډرامې د اجرا لپاره د سوریې د حکومت د مخالفانو د پلان په هکله پوره معلومات لري چې پکښې حکومتي ځواکونه د خلکو خلاف له کیمیاوي وسلو کار اخلي.

د روسیې د پوځ دغه چارواکي زیاته کړه: د سوریې مخالفانو له نورو سیمو څخه یوشمیر ښځې، ماشومان او مشران راغونډ کړي او د ختیځې غوطه ځینو سیمو ته یې بوولي دي څو د کیمیاوي حملې د احتمالي قربانیانو په توګه ترې ګټه پورته کړي.

ګراسیموف زیاته کړه: امریکا هم نیت لري چې له دې کار وروسته او د کیمیاوي حملې په ځواب کښې په دمشق باندې توغندوي حمله وکړي. د روسیې د پوځ لوې درستیز ټینګار وکړ: د سوریې د دفاع وزارت په تاسیساتو او ودانیو او د پخلاینې په مرکز کښې زمونږ د پوځي سلاکارانو او پرسنل خلاف هر ګواښ ته به سخت غبرګون وښایو.