دغوطه شرقی 70 فیصده سیمې ازادې شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i67515-دغوطه_شرقی_70_فیصده_سیمې_ازادې_شوی_دی
ایرنا خبری اژانس وایی دسوریې پوځ پرون له ترهګرو سره څلورویشت (۲۴)ساعته سختګ جنګ وروسته وتوانید په غوطه شرقی کښې «حموریه» ښارګی په کامل ډول ازاد کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 16, 2018 01:11 Asia/Kabul
  • دسورې پوځ د خلکو دملاتړ لپاره اراده لري غوطه شرقي  دترهګرو له نیواک څخه ازاده کړي  .
    دسورې پوځ د خلکو دملاتړ لپاره اراده لري غوطه شرقي دترهګرو له نیواک څخه ازاده کړي .

ایرنا خبری اژانس وایی دسوریې پوځ پرون له ترهګرو سره څلورویشت (۲۴)ساعته سختګ جنګ وروسته وتوانید په غوطه شرقی کښې «حموریه» ښارګی په کامل ډول ازاد کړی .

د حموریه ښارګی په کامل ډول ازادیدا سره د غوطه شرقی دولس زره (۱۲۰۰۰)ملکیان له دغه سیمې امن ځایونو ته په وتلو بریالی شول .

د سوریې په «ریف دمشق» کښې په غوطه شرقی سیمه کښې د پوځ پرمختګ دوام لری .

غوطه شرقی دسوریې پلازمینې دمشق ته نږدې یوه(۱) ستراتیژیکه سیمه ده چې دترهګرو ډلو په لاس کښې ده .

دسوریې په« غوطه شرقی» سیمه کښې له ترهګرو ډلو سره د امریکا، بریتانیا ، فرانسې ،  سعودی عربستان او دنورو عربو او اروپایی هیوادونو د جاسوسۍ ادارو کسان او پوځیان هم شتون لری او ځکه خو دغه هیوادونه  دحکومتی عسکرو لاس ته ددغه سیمې د ورتلو په هکله زیات شورماشور او تبلیغات کوی .

دسورې پوځ د خلکو دملاتړ لپاره اراده لری غوطه شرقی  دترهګرو له نیواک څخه ازاده کړی  او دغوطه شرقی اویا (۷۰)فیصده سیمې له ترهګرو ازادې کړې شوی هم دی .