امریکا باید له ټروریسټانو سره ملګرتیا پاې ته ورسوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i67521-امریکا_باید_له_ټروریسټانو_سره_ملګرتیا_پاې_ته_ورسوی
ایرنا خبری اژانس وایی د ترکیې لومړی وزیر« بن علی ییلدریم» د اذربایجان جمهوریت له یوه (۱)خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل امریکا باید په سیمه کښې له ترهګرو ډلوسره ملګرتیا ختمه کړی او له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې خپل دریځ په شفاف ډول بیان کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 16, 2018 01:48 Asia/Kabul
  • ترکیه له امریکا، سعودي عربستان، اردن سره یوځاې په عراق ، سوریې او لیبیا وغیره کښې دترهګرو ډلوستره ملاتړي ده .
    ترکیه له امریکا، سعودي عربستان، اردن سره یوځاې په عراق ، سوریې او لیبیا وغیره کښې دترهګرو ډلوستره ملاتړي ده .

ایرنا خبری اژانس وایی د ترکیې لومړی وزیر« بن علی ییلدریم» د اذربایجان جمهوریت له یوه (۱)خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل امریکا باید په سیمه کښې له ترهګرو ډلوسره ملګرتیا ختمه کړی او له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې خپل دریځ په شفاف ډول بیان کړی .

هغه د سوریې په «عفرین» سیمې د ترکیې د پوځی حملې په توجیه کښې د دغه هیواد په شمالی سیمو کښې د ترکیې د کردستان د کارګرانو ګوند پی کی کی(PKK) او دسوریې د ډیموکراټیک اتحاد ګو(PYD) د غړیو شتون د ترکیې دملی امنیت پرضد ګواښ وباله او  ویې ویل په همدې خاطر دترکیې پوځ په عفرین کښې جنګ کوی .

د ترکیې لومړی وزیر بن علی ییلدریم  ټینګار وکړ ترکیې له ترهګرو ډلو سره په مبارزې کښې سستۍ نه ده کړی او  خپلې لارې ته به  دوام ورکړی او په دې لاره کښې هیله لرو چې امریکا د ترکیې د متحد په توګه له ترهګرو ډلو سره له ملګرتیا په ډډه کولو سره دټروریسټی ډلو له ګواښونو سره په مقابلې کښې روښانه او شفاف پیغام اعلان کړی .

ترکیه له امریکا، سعودی عربستان، اردن ، اسرائیلو ،انګلستان ، فرانسې ، متحده عربی اماراتو، بحرین ،کویت او نوروعربو او اروپایی هیوادونو سره یوځاې په عراق ، سوریي  او لیبیا وغیره کښې دترهګرو ډلوستره ملاتړی ده