دتهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې انټرنیتی پاڼې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو په پیل کې هم دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې هم درسره شریکې کړو ، نو ترپایه راسره ملۀ ووسئ .
داهم دتهران ورځپاڼو په سر کې کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، داسلامی انقلاب معظم لارښود د خبراګانو د شورا له مشر او غړو سره په کتنې کې روښآنه کړې ، دالهی ژمنې دپوره کیدا شرط ، تقوا ته د مسئولانو پابندی او له اشرافیّت څخه لیرې کیدا ده .
دغې ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دامریکا کانګرس غړو دپنجشنبې په ورځې د جامعې ایټمی موافقې دګډ کمیشن دغونډې په درشل کې یوپلان تصویب کړی ، چې دبشری حقوقو په پلمو سره ئې دایرانیو چارواکو په ضد دبندیزونو داعمالولو غوښتنه کړې ده . داپه داسې حال کې دی چې د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر قزاقستان ته له سفره دستنیدا په وخت په ډاګه وئیلی دی ، امریکا دځینو هیوادونو په غولولو سره غواړی یو ځل بیا د ایران په ضد دبندیزونو شخړه راپورته کړی او جامعه ایټمی موافقه یو ځل بیا له خپلې لارې وغړوی، خو که امریکا او دهغې ځینو ملګرو هیوادونو دجامعې ایټمی موافقې د اجرا په اپوټه اقدامات وکړل ،نو ډیر زر به ئې تاوانونه هم ورکړی او بیا به ورځینی وخت تیر شوی وی او دنړیوالو لانجو او شخړو او دغه راز د نړیوالو قوانینو دبې باورۍ ختمیدا به ئې په اختیار کې نه وی ا و ډیر زر به پښمانه شی .
دسعودی عرب دفاع وزیر او ولی عهد محمد بن سلمان خپله مور په دې علت چې دهغه له پاچائۍ سره مخالف ښودلی بندی کړی او ښائی چې په ډیر بد وضعیّت کې ژوند کوی .
دولس کاله وروسته بلاخره هم دصهونیسټ رژیم لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو اعتراف کړی ، چې په د رې دیرش ورځنی جنګ کې ئې له حزب ا .... ولسی غورځنګه ماته خوړلې ،خو په عین حال کې ئې یو ځل بیا دړکه کړې ، چې که دې ځل داسې کومه شخړه رامینځةشی ، نو حتما به دغه ډله له مینځه یوسی .
دبحرین انقلابی ولس په خپل هیود کې د سعودی عربستان د پوځیانود پنځه کلن نیواک د کلیزې په درشل کې په درست هیواد کې په مظاهرو لاس پورې کړی او هوډ ئې کړی چې دآل سعود رژیم د پوځیانو په لاس ئې د هیواد دنیواک تر پای پورې خپلو اعتراضونو اومظاهرو ته دوام ورکوی .
دامریکا سپینې ماڼۍ یو ځل بیا دړکه کړی ، دهغو هیوادونو مرستې به ډیر زر غوڅې کړی ، چې له تل ا بیبه ئې بیت المقدس ته د امریکا دسفارت له منتقلولو سره مخالفت کړی دی .
د ملګروملتو دبشری حقوقو ددفاعی ادارو په وروستیو راپورونو کې جوته شوې که نړیواله ټولنه د یمن دمظلوم او بې څوکه ولس په ضد دآل سعود رژیم دبې امانه بمباریو او دغه راز په دغه هیواد کې دخوریدونکو ناروغیو دمخنیوی لپاره کوم جدی اوسملاسی اقدام ونه کړی ،نو راتلونکی اوړی به دیمن بې وزله هیواد لپاره ستره انسانی غمیزه رامینځةکونکی شی .
سی این این ټیلیویژنی چینل په خپل یوه وروستی راپور کې ایشوا کړې ، دامریکا په مقابل کې د شمالی کوریا د شاتګ په باب له سیاسی جنجالونو او شخړو سره سره جنوبی کوریا چارواکو اعلان کړی ، خپل شمالی ګاونډی هیواد ئې په زیات احتمال سره دیوه ایټمی ریئکټر آزموینه پیل کړې ده .
دورسیې او انګلستان د لوړپوړو چارواکو ترمینځ تاؤتریخوالی اوج ته رسیدلی دی ، دماسکو چارواکو په ډاګه وئیلی دی، دانګریز د چارواکو له په دریځونو به سترګې پټې نه کړی . خو انګریز چارواکو یو ځل بیا دړکه کړې چې د روسیې په خلاف به ډیر جدی ډیپلوماټیک اقدامات وکړی .
خبرو سرچینو وئیلی دی امریکا له سعودی عربستان او صهونیسټی رژیم په ملګرتیا سره په سورئې کې له د یرش ورځنی اوور بنده په ناسمې استفادې سره د سورئې په جنوبی برخو کې وسلوال مخالفان په بشپړ ډول بیا په وسلو اوتجهیزاتو سنبال کړی او دغه راز ئې په دغو سیمو کې یوه نوی جنجال جوړونه پیل کړې ده . خو د سورئې چارواکو او دمقاومت دچورلیز ځواکونو هوډ کړی ، چې دامریکا، سعودی عربستان او جنایتکار صهونیسټی رژیم په دغه ډول دسیسو سره به ئې هیڅکله هم د تکفیری ترهه ګرو په ضد پاکونکی عملیات ونه دریږی او نور ئې د سورئې په ټاټوبی کې دترهه ګرو په ضد دپاکونکو عملیاتو تر پای پورې کلک هوډ کړی دی .
داپه داسې حال کې دی چې د سورئې پوځ او مقاومتی ځواک د ختیځې غوطې له ځینو سیمو نور کابو شل زره عام خلک کرارو سیمو ته منتقل کړی دی .
= داهم د تهران ایران ورځپاڼه ده چې دنورو ورځپاڼو په څیر ئې د رهبرۍ دخبرګانو شورا له مشر او غړو سره د اسلامی انقلاب دمعظم لا رښود دپنجشنبې ورځې لیدوکاتو ته ډیر انعکاس ورکړی او لیکلی ئې دی ، داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای پّ دغې کتنې کې پخپلې وینا کې فرمائیلی دی ، په هیواد کې داسې هیڅ مشکل نشته چې کومه حل لاره ئې نه وی او با ید مسئولان چارواکی او چاروال خپلې دندې په ا نګیزې سره ترسره کړی ،څو دایران د درست ولس مشکلات په ښّه ډول حل کړائ شی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دجامعې ایټمی موافقې دګډ کمیشن یولسمه غونډه پرون ناوخته په ویانا کې د ا یران او۵+۱ډلې د خارجه وزارتونو دسیاسی چارو دلوړپوړو چارواکو په سویه د اروپائی اتحادظې د بهرنی سیاست دمسئولې میرمن فډریکا موګرینی دمرستیالې میرمن هلګا اشمیډ په کوربتوب سره ترسره شوه . په دغې غونډې کې دایران دمرکچی پلاوی مشر ا و مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچی په ډاګه وئیلی دی امریکا په کرتو پخپلو دریځونو او کړنو سره د جامعې ایټمی موافقې داجرا خلاف ورزی کړې ده ، چې باید دغه ګډ کمیشن دې په دې اړه کومه کوټلی فیصله وکړی او که دغه بهیر دوام وکړی ، نو د جامعې ایټمی موافقې ا جرا دوام به سختو مشکلاتو سره مخ شی او مسئولیّت به ئې هم دمقابل لوری په غاړه وی . له دې سره په یووخت په انګلستان کې د اسلامی ایران سفیر حمید بعیدی نژاد هم په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی، امریکا له بل هر وخته زیات اوس له بې مخینې انزوا اودباؤنو سره لاس اوګریوان شوې ده ، خو بیا هم نه پوهیږی او خپلو کرکیجنو اقداماتو ته دوام ورکوی چې ډیر زر به ئې تاوان هم ووینی .
دسورئې په جنوبی او ختیځی سیمو کې د دغه هیواد دپوځ او مقاومتی ځواک په لاس د تکفیری ترهه ګرو مورچلو او پټنځایونو په ضد پاکونکی عملیات هما غه راز پر مخ روان دی او داسې کومه ورځ نشته چې په دغو سیمو کې تکفیری ترهه ګر ځینی نیواکی سیمې له لاسه ورنکړی او همدغه پرمختګونه لامل شوی دی ، چې د تکفیری ترهه ګرو ډلو د مشرانو ترمینځ اختلافات هم ورځ تربلې لاپسې په زیاتیدا شی او د د غو پیّلو اوتالی څټو ترهه ګرو ډلو دجنایتکارو ترمینځ پّ اخ وډب کې په همداو ورستیو څو ورځو کې په لسګونو ترهه ګر هلاک شوی او دغه راز ئې دیوه بل په لسګونو جنایتکار نیولی هم دی .
دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې هماغه راز د افغان او بهرنیو عسکرو په ضد دوسلوالو مخالفانو په تیره بیا دطالبانو حملې اوبمی چاودنې دوام لری او هره ورځ په لسګونو عام خلک هم په دغو شخړو کې خپل ژوند له لاسه ورکوی .
دسعودی عربستان دآل سعود کورنۍ په مشرانو کې د پاچائۍ په سر اختلافات لازیات رابرسیره شوی دی او ولی عهد محمد بن سلمان داسې ډیر کسان چې دهغه له یواړخیزو اقداماتو سره مخالفت کوی ، هماغه راز په زندانو کې اچوی او نوبت تر دې هم رارسیدلی چې خپله مور ئې هم چې دهغه له یو اړخیزو اقداماتو سره مخالفه وه ، زندانی کړې ده .
دپاکستان په بیلابیلو سیمو کې یو ځل بیا سیاسی اوا منیتی ترینګلتیاوې راپورته شوی دی او وئیل کیږی چې د دغه هیواد په مرکز او صوبو کې حکومتونه له لازیاتو شخړو سره لاس اوګریوان شوی دی ، داسې کومه ورځ نشته چې د واکمنو ګوندونو یو شمیر استازی له یوه اړخه بل اړخ ته ا لوتونه ونه کړی .
= دوستانو اوس هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې له تاسو سره شریکې کوو چې له انټرنیټه موراخسې دی (البته باید ووایو چې دغه لیکنې د دغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی )
د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغان حکومت د سولې له پلانه د ملګرو ملتو د امنیت شورا پر ملاتړ او افغان پولې ته څېرمه د چین د پوځی شتون پر زیاتیدو بحثونه کړی دی.
ملی آرمان ورځپاڼې لیکلی دی چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پنجشنبې پر ورځ په خپلې یوې اعلامیې کې له طالبانو غوښتی دی ، له کوم ځنډ پرته دې د سولې د خبرو د پیل لپاره د افغان حکومت طرحه ومنی.
ورځپاڼې لیکلی دی چې د امنیت شورا په بیانیې کې د افغان حکومت د سولې د هڅو د ملاتړ ترڅنګ ټینګار شوی دی چې د کابل پروسې دوهمه غونډه باید په افغانستان کې د روان تاوتریخوالی پای ته د رسېدو سبب شی.
خو ورځپاڼه لیکی چې له دې ټولو غوښتنو سره سره طالبان خبرو ته نه حاضرېږی او پاکستان د ترهګرو له ملاتړه لاس نه اخلی، نو پکار ده چې د ملګرو ملتو امنیت شورا پر پاکستان او ترهګرو د لا زیاتو فشارونو لپاره اقدام وکړی.
ورځپاڼه لیکی ، پر پاکستان د فشارونو زیاتول او د اقتصادی بندیزونو لګول به دغه هېواد مجبور کړی چې د ترهګرو له ملاتړه لاس په سر شی او طالبان اړ باسی چې د سولې خبرو ته حاضر شی.
= ویسا ورځپاڼې د یو جګپوړی امریکایی قوماندان په حواله لیکلی دی چې د نوی ستراتیژۍ له اعلان او پر اسلام اباد د فشارونو له زیاتولو سره سره پاکستان لا هم له طالبانو ملاتړ کوی.
ورځپاڼه د ځینو راپورونو په استناد لیکی چې د امریکا د مشرانو جرګې د پوځی خدماتو په کمېټه کې له ترهګرو ډلو د پاکستان د ملاتړ په اړه ځینې پوښتنې وشوې.
ورځپاڼه لیکی ،د سناتور کینګ پوښتنه دا وه چې ایا پاکستان اوس هم په افغانستان کې له طالبانو ملاتړ کوی؟ او ایا د امریکا نوې ستراتیژی نه ده توانېدلی، چې پاکستان مجبور کړی، څو د افغانستان په اړه په خپلو کړنو کې بدلون راولی؟
ورځپاڼه لیکی ، دغو پوښتنو ته د جنرال جوزف ووتل ځواب دا وو چې لا هم په پاکستان کې د طالبانو پناه ځایونه موجود دی او پاکستان لا هم له طالبانو ملاتړ کوی، خو مونږ هڅه کوو چې د افغانستان په اړه د پاکستان په چلند کې بدلون راولو.
= هېواد دولتی ورځپاڼې لیکلی دی، سره له دی چې په کور دننه او بهر په نړیواله کچه د افغان حکومت د سولې د طرحې تود هرکلی او ملاتړ شوی دی، خو طالبانو نه یوازې دا چې دې طرحې ته کوم ځواب نه دی ورکړی، بلکې پر دې جګړې او ترهګریزو حملو ته یې زور ورکړی دی.
ورځپاڼه لیکی چې که له یوې خوا په نړیواله کچه له طالبانو د سولې خبرو ته د حاضریدو غوښتنه کېږی، خو ورسره دا خبرداری هم ورکول کېږی چې که طالبان له دې فرصته کار وانخلی، نو و به ځپل شی.
ورځپاڼې وړاندې په افغانستان کې د امریکایی او ناټو ځواکونو د قوماندان وروستیو څرګندونو ته په اشارې لیکلی دی چې جنرال جان نېکلسن طالبانو ته خبرداری ورکړ، که سوله ونه کړی، نو د دوی پر ضد به هوایی او ځمکنی عملیات لا شدید شی.
د کابل ځینو ورځپاڼو د دې ترڅنګ له افغانستان سره پولې ته څېرمه د چین د پوځی شتون د زیاتېدو په اړه هم لیکنې کړی دی.
دنیا ورځپاڼې د بحران د نړیوالۍ ډلې د یو راپور په استناد لیکلی دی چې چین له افغانستان سره پولې ته څېرمه خپل پوځی حضور زیات کړی دی او د تاجکستان په یوه سیمه کې یې چې له افغانستان او چین سره ګډه پوله لری، خپل عسکر ځای پر ځای کړی دی.
ورځپاڼې لیکلی دی چې چین هڅه کوی، د افغانستان له خاورې د چین په لوېدیځو سیمو کې د ایغور جنګیالیو د حملو مخنیوی وکړی.
د ورځپاڼې په وینا بیجنګ د کراتو د ایغور ویره اچوونکو په اړه چې د چین په لوېدیځ کې یې خپلې سیمې پریښی دی او د ختیځ ترکستان د حزب اسلامی په څیر له افراطی ډلو سره یوځای شوی دی، خبرداری ورکړی دی.
= ملی ارمان ورځپاڼې هم لیکلی دی چې چین هڅه کوی چې د تاجکستان په سرحدی سیمه کې د خپلو عسکروپه دیره کولو سره د چین په لوېدیځو سیمو کې د ایغوری اورپکو د حملو مخنیوی وکړی چې په سوریه او افغانستان کې مرکزونه لری او له القاعده او طالبانو سره اړیکې لری.
ورځپاڼه لیکی چې چین د عسکرو د ځای پر ځای کولو ترڅنګ له ترهګرو سره د مبارزی لپاره په سیمه کې یو مرکز هم جوړ کړی دی.
ورځپاڼه لیکی چې د چین لخوا دا اقدام داسی مهال کیږی چې له دې مخکې د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف د افغانستان په شمال کې د افراطی ډلو پر ضد د تاجکستان او چین پولو ته څېرمه هوایی حملې پیل کړې چې تر ډېره یې هدف د افغانستان ګاونډیانو ته ډاډ ورکول وو.