دنوروز نیکمرغه اختر او ایرانۍ لیدتوګه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i67653-دنوروز_نیکمرغه_اختر_او_ایرانۍ_لیدتوګه
یا مقلب القلوب و الابصار، یا مدبر اللیل و النهار، یا محول الحول و الاحوال، حول حالنا الا أحسن الحال
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 18, 2018 07:28 Asia/Kabul
  • دنوروز نیکمرغه اختر  او  ایرانۍ لیدتوګه

یا مقلب القلوب و الابصار، یا مدبر اللیل و النهار، یا محول الحول و الاحوال، حول حالنا الا أحسن الحال

دوستانو  نوروز   په ایراني کلتور اوفرهنګ کې  د پسرلي   له  رارسیدو سره په یووخت دی او  د پسرلي لومړنۍ ورځ  د ایرانیانو د طبیعّت  د پیل  او د ځلانده   جشن ورځ  ده .د نوروز  د نیکمرغه اختر جلواوې  ډ يرې دي ،  چې  یوه ئې د ژوند دیوه نوي پړاؤ د پیلیدا لپاره د روحیې نوي کیدا او  د خداوندمتعال د  پنځونو په عنوان سره د طبیعي مظاهرو په درنښت د ایرانیانو د باؤر ځلا ده . 

                   دوستانو  نوروز ،   یوه داسې ښکلي کیسه  ده چې  په هغه کې ،طبیَعت ،  احساس او ټولنه درې واړه  کارندوالی لري .  نوروز چې  ډيرې پيړۍ کیږي ،  د نړۍ پر ټولو  جشنونو   برلاسه  دی ،  د حیات جشن دی  او   او د مځکې اوآسمان  دخوشالۍ ورځ، او  د  د هر پیل  له  هیجان او احساس څخه ډک  او  د غوټیو  د راپنځیدو او ولولې  ورځ .  نوروز  د  لوئې خاطرې   نوي کول دي ،   له طبیَعت سره د انسان د نزدیکیدا او یوه  مینه ناکه   خاطره ، په دنیائي کارونو کې ډوب دغه هیرونکی  بچی،خپله مور هیروي  او وروسته د نوروز په وسوسه  راپارونکویادونو سره،دهغې لمن ته ورګرځي او له هغې سره په ملګرتیا سره،  د دغې ستنیدا او  لیدنې  د نوي کیدا  جشن لمانځي .انسان  کله  د مور په لمن  او غیږ کې  د بچي په شان بیا ځان ویني،نو له خوشالۍئې څيره غوړیږي ، ځوان کیږي  او  دوباره ژوندی کیږي .

 د نوروز  پیل  په حقیقت کې   له هغه پړاوه  دی،چې  په هغه کې،پسرلی   په یوه کال کې د انسان د ژوند  اوج  حسابید،او د نوروز په نامې سره  ئې  د پسرلی  د رارسیدا   جشن لمانځۀ . نوروز،یو لړ ځانګړی دود اودستورې  لري ،پر دې سربیره،چې د دغه ټاټوبی د فرهنګ بیلابیلې ځلاوې  نوره هم ځلوي،له ځّان سره  یو ځاي  د ایرانیانو دلیدتوګې یو واحد پیغام  هم لري .

     پوهیږو چې  جشنونه   د  ښادۍ  او آرامښت په وختونو کې ترسره کیږي  او آرامښت ، ژوند ته  لازیاته ښه هیله او   آرمانونو ته رسیدا ئې  په ځان کې نغښتي  ده . نوروز او د هغه تل پاتیکیدا ، بې شکه   له طبیَعت سره  دګروهمن   انسان لپاره  د دغه   جشن  دترسره کولو  د وخت  د اهمیّت په دلیل ده . د  نوروز د جشن په  خورا مهمو  ځانګړنو کې،دپسرلي  په پیل کې د نړۍ زیږیدا او پنځیدا،د طبیَعت  د حیات بیا نوي کولو ته دهیلې درلودل،د  ساړو او ویدۀ شوو خاور له مینځه  د بوټو  راټوکیدا هم شامله ده .یو داسې جشن  چې  په هغه کې  انسان ځان  له طبیَعت سره   غږمله کوي  او  له هغه سره  دپخلاکونکي او ګډ ژوند لپاره  خپلې ټولې هڅې کاروي  ،څو له طبیعّت سره ئې مینه اوګروهنه نوره هم زیاته شي .

 د انساني د زیږنځاي   او  طبیَعت    ساتل او درنښت   کول ئې،د زرګونو کلونو په تیریدا کې،تل ایرانیانو لپاره یوه سپيڅلي او ستره دنده ده .  دهخامنشیانو   په پړاؤ کې د ایرانیانو په نزد د بوټو اهمیّت په هماغه باغونو جوړونې او د پوټو ساتنې ته ورګرځید.په هغو کې  د تخت جمشید باغونو او  د پاسارګاد  باغ ته  اشاره کولی شو .  د پاسارګاد  دباغ په  شرحې کې  راغلي دي ،  چې کوروش  څرنګه   یوناني سردار  دخپل باغ لیدو ته بوتۀ او  د  وَنو د بوټو د کښت  د پلان په باب ئې  ورته توضیح ورکړ .

                         نامتو ایراني فرهنګ پیژاند  هغه  که  په لومړني نسل کې دي او  که په اوسمهال کې ،  زیاترو نوروز   هماغه  په ریښه ایز ډول  ارزولی دی .  په دغه کړچار  کې  د نوروز د لومړني زیږنځاي،له دې سره په اړونده  دستورو او مناسکو، اسطورو،لغت پيژاندنې او د ټکو معنا پيژندې  او د وخت د محاسبې د څرنګوالي  په  څیر موضوعګانو ته  توجه کیږي .د هغو څیړنې ښئ،  له طبیعت سره  په پيوند کې د نړۍ  د یوه خورا مخینه لرونکي جشن(یعني د نوروز)   ژور اړوندوالی  ، په حقیقت کې  د ترسره کونکو  په لیدتوګې او باؤر کې  د طبیَعت   د اهمیّت  ښودنه  کوي .

  د ایرانیانو په اند ،  طبیَعت  ته د احترام په سترګه کتل پخپله د طبیَعت په خاطر دي . 

 د مونږ مخکینیو    پلار نیکونو  اعتقاد درلود، چې  باید په طبیَعت کې   ګوتې ونه وهل شي  او غوره ده  چې  له طبیعت سره  دوستانه  چلند ولرل شي . هغوي  له طبیعت سره  مشارکت کړی او  ددې په ترڅ کې  چې  له طبیعته   ئې برکت ، ژوند او آرامښت ترلاسه کاوۀ، له دې ئې ساتنه کوله  او  دهغو په  جوړښت کې ئې څه خاص  دخالت  نه  کاوۀ .

 د ایرانیانو په لیدتوګې کې،په اوبو او خاورو کې د ناپاکوشیانو  یوځاي کول ، تقریبا په ټولو  سرچینو کې ګناه شمیرل کیږي  .دطبیعي عناصرو  ککړول  ډير ناخوښ کار او  ستره ګناه شمیرل شوي چې  سخته اُخروي  سزا لري او  کله هم  د هغو لپاره دیناوي سزا هم ټاکل شوې ده . 

 همداراز  ایرانیان د  ونو  غوڅول     جرم  ګڼي او حتی د  ونو د پاڼو  غوڅول هم  ګناه وه .  یوازې  په  هغو ځينو خاصو موردونو او شرائطو کې چې  په قوانینو کې ټاکل شوي  وو، ممکنه وه ، ونې له جرړو  وباسل شي ..

 په دې توګه،طبیعت ته داحترام او له  هر ډول ککړتیاؤ اوناپاکۍ د هغو  د ساتنې لپاره  د ایرانیانو په نزد دغه شان قوانین لامل کیدل ،  څو د نورو ټولنو له خوریدونکو  ناروغیو  تر یوه  حده  په  آمان کې پاتې  شي  . 

 د  لرغوني ایرانیانو په دې اعتقاد سره چې ،  خوشالي  دانسان د ژوند یو آرمان دی او  یوازې له انسان سره   اړه نه لري ، د نړۍ  دخوښۍ او آرامښت ساتل  ئې، نجات او  ژغورنې ته د رسیدا یوه لاره  بلله . هغوی  دخلکو خوښي   د مځکې او نړۍ  او د بوټو او ځناورو  لپاره   دژوند   له خوشالیو سره یو ځاي  بلله.   د دغه اعتقاد پر اساس، په نړۍ کې دخوشالۍ او   آرامښت  یوه خورا مهمه ځلا،  د طبیعت  ساتل او  دهغو د ښکلو ځلاؤ  حفاطت  دی ، چې  له ډير پخوا راهسې  د ایرانیانو  په لیدتوګې او  نړۍ لید کې  شته  دی . په بله وینا ، ایرانیان   دبلا او طبیعي پيښو   څخه د ژغورنې  یوازینۍ لاره  د هستۍ  نظام اوقواعدو ته توجه بلله .  ایرانۍ لیدتوګه وائي،چې حتی د ټولنیزو مشکلاتو د حل لپاره انسان  له دې پرته بله چاره نه لري ، چې  د طبیعت    ښه والي او د ایکالوجۍ  قواعدوته  پام وکړي .

                         دوستانو داسلام له ظهور او ایران ته ئې له رارسیدو وروسته ،  دطبیعت  په باب  د ایرانیانو  دیني او اعتقادي لیدتوګې هماغه راز  دوام  وکړ .  داسې ښکاري چې یو مسلمان ایرانی ښاریز د طبیعت او د هغه  د عناصرو ماهیَت ته   څومره  معنوي ا و سپيڅلی اهمیّت ورکوي  او ځان د خداوندمتعال  او دهغه  د خلقت او وجودي نښو نښانو  په وسیله،له  طبیعي نړۍ سره   اړونده ګڼي .   البته  دطبیعت عناصر،نه  یوازې د هغو له  فیزیکي پلوه ،بلکې   د لطیف او حقیقي ماهیّت له پلوه  چې  په هغو کې نغښتی دی،یوه لوړه الهي نمونه  ده .د یوه مسلمان ایراني په اند،چې د دغې لیدتوګې له درکه  لوړې درجې ته رسیدلی دی،انسان او طبیعت له خداوند سره متحد دی  او  انسان هماغه  ډول چې پخپل کمال فکر کوي،باید  دطبیعت  په پرمختګ اوکمال هم  فکر وکړي. 

 په قرآن کریم کې  دطبیَعت په باب په ظاهره  درې   مختلفې  لیدتوګې مطرح  دي ، چې باید هغه  درې واړه په یوې بشپړ  نظرئې کې   د یوه بل بشبړونکي درې  رکنونه  وبلل شي .  لومړۍ لیدتوګه دا چې  طبیعت  د   بدني او روحاني  اړخ  د راپنځیدو،په بله وینا،د انسان دمور لپاره  لازمه زمینه ده .   په دوهمې نظرئې کې  د وجود د پيژندنې له پلوه  د طبیعت   په ارزښت ټینګار شوی دی  چې  د انسان له  روحاني اړخه   لاندې دي .  او دریمه نظریه    چې  ډيره مهمه ده،  داسې دنده ده چې  د طبیعت  دمُسخَر کولو او آبادولو لپاره  د انسان په   اوږه   اچول شوي  ده .

له دغو درو لیدتوګو څخه  دې نتیجې ته رسیدلی شو،چې طبیعّت هیڅکله   پخپله د اولوهیّت سپيڅلتیا نه خپلوي،خو له خداوندمتعال  سره  د نزدیکیدا  لپاره  یوه وسیله ده .  ممکنه  ده په همدې دلیل وي  چې  په  هغو کې ځيني  ئې   ، د :تکوین الهي  :کتاب سره تعبیر کوي .

                    او آخري خبره  دا چې  د ژواک چاپیریال د ساتنې لپاره  د خلکو د رودو  او د نړۍ  په ګوټ ګوټ کې د هغوي   د اعتقاداتو او دستورو  ارزول ،  د ژواک چاپيریال د ساتنې لپاره یو مناسب کلتوري آوزارکیدلی شی.د خپل ګیرچاپیره طبیَعت ته د توجه ضرورت ته دنړۍدخلکوهڅول،په ژواک چاپیریال کې بحران تر ډیره حده کمولی شي،ځکه  له طبیَعت  سره  د مخکینیو  خلکو  دچلند روده  د ګډ ژوند اواحترام په اساس  وه .لکه څنګه چې  دایران په  ولس کې  ،  طبیعت ته  احترام  دهغه  په خورا  ښکلي او پرتمین ډول   شته دی. په ایرانۍ لیدتوګې کې  دغه تل پاتې   ستنې  لامل شوې چې  دطبیَعت  دساتنې  تفکر او لیدتوګه،  په نړۍ کې   دیوې  مترقي کلتوري سرچینې په توګه  مطرح ده او  دهغو ځانګړنې د نړۍ د  نورو ملتونو او   د ژواک چاپيریال  د چاروالو لپاره یو مثال کیدلی شي .  څرګنده  ده چې  د طبیعت،باؤرونو ،کلتورونو او دینونو په ساتنې کې   د متمدنو ملتونو او قومونو  پر کړنو او رودو سربیره ،  په طبیعت د پوهیدا او د لاښه درک  لپاره  یوه وسیله کیدلی شی ، ځکه چې   انسان په تیرو وختونو کې  دطبیعت په باطن کې  د خداي  ننداره کوله .

   دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو ، دیوه ایراني شاعر اونقاش  سهراب سپهري  د شعرونو یوه جذابه  جلوه ، د نړۍ او طبیعّت   یو  په زړه پورې  اوښکلی انځور  وړاندې کړی او  د طبیَعت  له حده زیاتې جلوو ته پام او طبیعت پالنه  ده .  د دغه اوسمهاله شاعر  د ښکلو شعرونو د یوې برخې په  وړاندې کولو سره  خپل  دغه پروګرام هم پاي ته رسوو او  تاسو  هم په نیاؤمن خداي سپارو .

************** 

                  من صدای نفس باغچه را می شنوم

                و صدای  سرفه روشنی  ازپشت درخت

                عطسه آب از هر رخنه سنگ

                چک چک چلچله از سقف  بهار

                 و صدای  پای  قانونی خون را  در رگ 

                من صدای  پر بلدریچین را می شناسم

               خوب می دانم  ریواس  کجا می روید

              من به آغاز زمین نزدیکم

          **********************************

(سیماب)

*************************************************************************************************************************************************************