افغانستان کښې سیلاب ۲۸ کسان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i173278-افغانستان_کښې_سیلاب_۲۸_کسان_ووژل
په افغانستان کښې د سختو ورښتونو او سیلاب له امله ۲۸ کسان مړه شوي دي.
(last modified 2026-05-24T01:23:04+00:00 )
May 24, 2026 05:50 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې سیلاب ۲۸ کسان ووژل

په افغانستان کښې د سختو ورښتونو او سیلاب له امله ۲۸ کسان مړه شوي دي.

د فارس خبري آژانس د خب رله مخې، له پيښو سره د مبارزې د چمتووالي د ملي ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي چې د هیواد په ۱۷ ولایتونو کښې د سیلابي بارانونو له امله ۲۸ کسانو سرونه بایللي او ۱۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

د تیرو کلونو ډیرو سختونو سیلابونو په تخار، بدخشان او غور ولایتونو کښې له ۳۰۰ زیات کسان وژلي او په زرهاو کورونه یې ویجاړ کړي دي. د ملګرو ملتو د احصائیو له مخې، له ۲۰۲۱ کال نه تراوسه پورې په افغانستان کښې طبیعي آفتونه په اوس ډول هر کال ۲۰۰ کسان وژني.

په دې منځومان کښې کابل ، پروان، پنجشیر، بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، هلمند، قندهار او زابل ولایتونو ته زیان اووښتی دی. زیاتره کسان په شمالي او لویدیځو ولایتونو کښې مړه شوي دي.