روسیې په سوریې کښې د کیمیاوی وسلو مخه نیولی
-
په سوریې کښې دامریکا، سعودي عربستان او دنورو عربو او اروپايي هیوادونو د ملاتړ وړ ترهګرو سخته ماتي خوړلي ده .
ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې دفاع وزیر سرګی شویګو په سورېې کښې د ترهګرو د دریو(۳) کیمیاوی وسلو دحملو د مخه دنیولوخبر ورکړ .
هغه ددفاع وزارت چارواکوته په وینا کښې وویل روسې یوازې په تیرو دریو(۳) اونیو کښې په سوریې کښې دکیمیاوی وسلو د کارولو لپاره دترهګرو ډلو ددریو (۳)هڅو مخه نیولی ده .
د روسیې دفاع وزیر سرګی شویګو وویل ترهګر په سوریې کښې دکیمیاوی وسلو د حملې او بیا د سوریې په حکومت ددغه حملې دتور د لګولو کوشش کوی .
دسوریې کړکیچ له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې د امریکا او دهغې دملاتړو عربو او اروپایی هیوادونو دملاتړ وړ ترهګرو په پراخ یرغل سره د صهیونیسټ رژیم په ګټه دسیمې د معادلاتو دبدلولو لپاره پیل شوی چې اوس هم دوام لری .
په سوریې کښې دامریکا، سعودی عربستان او دنورو عربو او اروپایی هیوادونو د ملاتړ وړ ترهګرو سخته ماتی خوړلی ده .