سوریې له ترهګرو ډلو دځینو هیوادونو په ملاتړ اعتراض وکړ
-
په سورې کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالي، پوځي او استخباراتي مرستې سعودي عربستان ، امریکا ،انګلستان، فرانسه ، اردن ، اسرائیل ، بحرین ، متحده عربي امارات ،کویت، ترکیه قطر وغیره کوي .
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ دسوریې دبهرنیو چارو وزارت ملګروملتونو او امنیت شورا ته په دوو(۲) جلا جلا لیکونو کښې په دغه هیواد کښې له ترهګرو ډلو د لویدیځ چورلیز ته دځینو اړونده حکومتونو دملاتړ په دوام اعتراض وکړ .
د سوریې دبهرنیو چارو وزارت د پلازمینې «دمشق »په خوا کښې په یوې سیمې د ترهګرو دهوان وروستۍ حملې ته په غبرګون کښې چې دلسګونو کسانو د وژل کیدا او د ژوبلیدا سبب شوه د ملګروملتونو سرمنشی او دامنیت شورا مشر ته په دوو (۲)جلا جلا لیکونو کښې وویل دغه جنایتونه د هغو مینځ لارو وسله والو ډلو په نوم د ترهګرو ډلو دپرله پسې جنایتونو د لړۍ په چوکاټ کښې دی کومې چې استعماری هیوادونو په ۲۰۱۱میلادی کال کښې دسوریې د کړکیچ د پیلیدا په وخت جوړې کړې دی .
د سوریې دپلازمینې دمشق په خوا کښې جرمانا سیمې ته نږدې په یوه(۱) بازار د ترهګرو ډلو په وړمه ورځې هوان حملې کښې څلورڅلویښت(۴۴) بې ګناه ښاریز وژل شوی او په لسګونو نور ژوبل شوی وو .
په سورې کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالی، پوځی او استخباراتی مرستې سعودی عربستان ، امریکا ،انګلستان، فرانسه ، اردن ، اسرائیل ، بحرین ، متحده عربی امارات ،کویت، ترکیه قطر وغیره کوی .