امریکا د سوریې کردانو ته وسلې او مهمات ورکوی
-
دسوریې په «عفرین» سیمه کښې د ترکیې دپوځ عملیات د تیر میلادي کال د جنورۍ دمیاشتې له شلمې(۲۰) نیټې پیل شوي دي .
زمونږخبریال وایی د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون یوځل بیا دامریکا لخوا دسوریې د کرد ملیشا ځواکونو په وسلو سمبالولو نیوکې سره وویل امریکا تراوسه دسوریې دکرد ډیموکراټیک اتحاد ګوند غړیو ته څه دپاسه پینځه زره(۵۰۰۰) ټرکونه او ډول ډول وسلې ورکړی دی .
هغه په سوریې کښې له شتون او د کردانو په وسلو له سمبالولو دامریکا هدف له ایران او ترکیې سره مقابله وبلله او ویې ویل د واشنګټن حکومت په همدې نیت سره دسوریې ترهګرو ډلو ته وسلې استوی .
له دې مخکې دترکیې لومړی وزیر «بن علی ییلدریم »هم په دې خبرې سره چې له ترهګرو ډلو دامریکا ملاتړ اندیښمونکی دی له دغوډلو د واشنګټن د ملاتړ د بندیدا غوښتنه کړی وه .
دترکیې اکثره سیاسی ګوندونو او شخصیتونه باوری دی امریکا په سوریې کښې د دیره ترهګرو ډلو په ملاتړ کولوسره په شمال لویدیځ کښې په «عفرین »ښار کښې دترکیې د پوځ د پوځی عملیاتو اصلی عامله ده .
دسوریې په «عفرین» سیمه کښې د ترکیې دپوځ عملیات د تیر میلادی کال د جنورۍ دمیاشتې له شلمې(۲۰) نیټې پیل شوی دی او دسوریې خارجه وزارت د ترکیې دغه اقدام د خپل هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د واکمنۍ خلاف ورزۍ بللی ده .