امریکا به دبشری حقوقوله شورا ووځی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i67898-امریکا_به_دبشری_حقوقوله_شورا_ووځی
ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې دامریکا دائمی استازی میرمن« نیکې هیلې» بیګا ګواښ وکړ که چیرې د بشری حقوقو شورا د صهیونیسټ رژیم پرضد دپریکړه لیک تصویبیدا ته دوام ورکړی واشنګتن به له دغه شورا ووځی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 24, 2018 00:00 Asia/Kabul
  • امریکا دفلسطین دمظلومو خلکو پرضد داسرائیلو دجنایتونو او دنیواکګرۍ اصلي ملاتړي ده .
    امریکا دفلسطین دمظلومو خلکو پرضد داسرائیلو دجنایتونو او دنیواکګرۍ اصلي ملاتړي ده .

ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې دامریکا دائمی استازی میرمن« نیکې هیلې» بیګا ګواښ وکړ که چیرې د بشری حقوقو شورا د صهیونیسټ رژیم پرضد دپریکړه لیک تصویبیدا ته دوام ورکړی واشنګتن به له دغه شورا ووځی .

 د ملګروملتونو د بشری حقوقو شورا پرون مازیګر د فلسطین په نیواکی ټاټوبی کښې دصهیونیسټ رژیم د ښارګیو د جوړولو ، د تیریو او د بشری حقوقو په حالت غور وکړ .

د بشری حقوقو شورا په دغه غونډې کښې د فلسطین دخلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم داقداماتو او دتیریو دغندلو لپاره پینځه(۵) پریکړه لیکونه تصویب کړل .

په ملګروملتونو کښې دامریکا دائمی استازی نیکې هیلې په یوې(۱) بیانیې کښې په دې خبرې ټینګار سره چې دامریکا صبر نامحدود نه دی ادعا وکړه د بشری حقوقو شورا له بشری حقوقو د حقیقی ملاتړ لپاره ضروری اعتبار نلری .

امریکا دفلسطین دمظلومو خلکو پرضد داسرائیلو دجنایتونو او دنیواکګرۍ اصلی ملاتړی ده .