په غوطه شرقی کښې داسرائیلو جوړې وسلې کشف شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68172-په_غوطه_شرقی_کښې_داسرائیلو_جوړې_وسلې_کشف_شوی
زمونږ خبریال وایی دسوریې پوځ دغوطه شرقی په حرستا (Harasta)سیمه کښې د ګڼ شمیر وسلو ، د مهماتو او دچاودیدونکو موادو چې د اسرائیلو جوړ دی د کشفیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 29, 2018 00:14 Asia/Kabul
  • دغوطه شرقي  نوي (۹۰)فیصده سیمې له ترهګرو پاکې شوي دي .
    دغوطه شرقي نوي (۹۰)فیصده سیمې له ترهګرو پاکې شوي دي .

زمونږ خبریال وایی دسوریې پوځ دغوطه شرقی په حرستا (Harasta)سیمه کښې د ګڼ شمیر وسلو ، د مهماتو او دچاودیدونکو موادو چې د اسرائیلو جوړ دی د کشفیدا خبر ورکړ .

دغه وسلې دځمکې لاندې دترهګرو  په څو جوړو  ټونلونو کښې کشف شوی دی .

دسوریې پوځ پرون دغوطه شرقی په حرستا سیمه کښې د پلټنې دعملیاتو په وخت ددغه سیمې د هستوګنو سیمو  دننه څو پیچلی او اوږده ټونلونه کشف کړل .

له دې مخکې هم دسوریې عسکرو د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې د امریکا په شمول د لویدیځو هیوادونو او دصهیونیسټ رژیم د جوړو وسلو او   دمهماتو څو ګودامونه کشف کړی وو .

دسوریې پوځ د خلکو دملاتړ په لړ کښې د روان میلادی کال د فرورۍ دمیاشتې له شپږویشتمې(۲۶) نیټې راهسې له ترهګرو د غوطه شرقی سیمې د پاکولو  عملیات پیل کړی دی .

د سوریې پوځ  په تیرې جمعې ورځې بریالی شو حرستا سیمه په کامل ډول دترهګرو له وجود څخه پاکه کړی .

دغوطه شرقی  نوی (۹۰)فیصده سیمې له ترهګرو پاکې شوی دی .