په غوطه شرقی کښې داسرائیلو جوړې وسلې کشف شوی
-
دغوطه شرقي نوي (۹۰)فیصده سیمې له ترهګرو پاکې شوي دي .
زمونږ خبریال وایی دسوریې پوځ دغوطه شرقی په حرستا (Harasta)سیمه کښې د ګڼ شمیر وسلو ، د مهماتو او دچاودیدونکو موادو چې د اسرائیلو جوړ دی د کشفیدا خبر ورکړ .
دغه وسلې دځمکې لاندې دترهګرو په څو جوړو ټونلونو کښې کشف شوی دی .
دسوریې پوځ پرون دغوطه شرقی په حرستا سیمه کښې د پلټنې دعملیاتو په وخت ددغه سیمې د هستوګنو سیمو دننه څو پیچلی او اوږده ټونلونه کشف کړل .
له دې مخکې هم دسوریې عسکرو د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې د امریکا په شمول د لویدیځو هیوادونو او دصهیونیسټ رژیم د جوړو وسلو او دمهماتو څو ګودامونه کشف کړی وو .
دسوریې پوځ د خلکو دملاتړ په لړ کښې د روان میلادی کال د فرورۍ دمیاشتې له شپږویشتمې(۲۶) نیټې راهسې له ترهګرو د غوطه شرقی سیمې د پاکولو عملیات پیل کړی دی .
د سوریې پوځ په تیرې جمعې ورځې بریالی شو حرستا سیمه په کامل ډول دترهګرو له وجود څخه پاکه کړی .
دغوطه شرقی نوی (۹۰)فیصده سیمې له ترهګرو پاکې شوی دی .