په سوریې کښې دترهګرو دبمونو کارخانه کشف شوی ده
-
په سوریې کښې تراوسه له ترهګرو څخه د امریکا ، اسرائیلو او د ترکیې جوړې ګڼ شمیر پرمختللي وسلې کشف هم شوي دي .
ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې پوځیانو په غوطه شرقی کښې دخپلو پرمختګونو په دوام کښې د لاسی بمونو ، راکټونو او د چاودیدونکو موادو د جوړولو یوه(۱) کارخانه کشف کړه .
دغه کارخانه په غوطه شرقی کښې د سوریې د پوځ لخوا د ماینونو دپاکولو په وخت د «سقبا » او د «حزه »ښارګیو ترمینځ په یوې(۱) سیمې کښې کشف شوی ده .
دسوریې دپوځ یوه(۱) قوماندان وویل دغه دوه پاوړیزه کارخانه د لاسی بمونو ، راکټونو او د چاودیدونکو توکو دجوړولو په ډول ډول وسائلو سمبال ده .
په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې وسله والې ، مالی او استخباراتی مرستې امریکا، سعودی عربستان، انګلستان ،فرانسه ، اسرائیل ، ترکیه ، قطر ، متحده عربی امارات ،اردن ،بحرین ،کویت اوځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه کوی .
په سوریې کښې تراوسه له ترهګرو څخه د امریکا ، اسرائیلو او د ترکیې جوړې ګڼ شمیر پرمختللی وسلې کشف هم شوی دی .