ایران په سیمه کښې داعش ته ماتې ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68332-ایران_په_سیمه_کښې_داعش_ته_ماتې_ورکړه
د هندوستان شیعه عالم مولانا حسن امام عبیدي ایرنا ته په مرکه کښې ټینګار وکړ: په سیمه کښې له داعش ترهګرې ډلې سره د ایران د اسلامي جمهوریت مقابله سبب شوې چې د نړۍ نورې سیمې هم د ترهګرۍ له پراختیا په امان کښې پاتې شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 01, 2018 03:11 Asia/Kabul
  • ایران په سیمه کښې داعش ته ماتې ورکړه

د هندوستان شیعه عالم مولانا حسن امام عبیدي ایرنا ته په مرکه کښې ټینګار وکړ: په سیمه کښې له داعش ترهګرې ډلې سره د ایران د اسلامي جمهوریت مقابله سبب شوې چې د نړۍ نورې سیمې هم د ترهګرۍ له پراختیا په امان کښې پاتې شي.

د هندوستان یو شیعه عالم د ایران اسلامي جمهوریت داعش ترهګرې ډلې ته په ماتې ورکولو او په سیمه کښې د ترهګرو په نابودولو کښې یو ډیر پياوړی هیواد وباله.

د هندوستان شیعه عالم مولانا حسن امام عبیدي ایرنا ته په مرکه کښې ټینګار وکړ: په سیمه کښې له داعش ترهګرې ډلې سره د ایران د اسلامي جمهوریت مقابله سبب شوې چې د نړۍ نورې سیمې هم د ترهګرۍ له پراختیا په امان کښې پاتې شي.

دغه ستر عالم په نړۍ کښې د ترهګرو ډلو بې لارې کړنلارې ته په اشارې سره چې د اسلام په نامه د نړیوال استکبار د اهدافو له پرمخ بیولو سره مرسته کوي، زیاته کړه: ایران پر دغو ډلو د برلاسي کیدو لپاره د نړۍ د بې وزلو او کمزورو خلکو هیله ده.

مولانا حسن امام عبیدي وویل: د رسنیو د دروغو تبلیغاتو په اپوټه، عربستان، امارات، امریکا او صهیونیسټ رژیم نه یوازې له ترهګرۍ سره مبارزه نه کوي بلکې د داعش په شان ترهګرو ډلو سره مالي مرسته هم کوي.