د هند مسلمانانو د اترپرادیش په صوبايي حکومت اعتراض وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68334-د_هند_مسلمانانو_د_اترپرادیش_په_صوبايي_حکومت_اعتراض_وکړ
د تاج محل جومات د جُمعې په لمانځه کښې له آګرا ښاره د بهرو مسلمانانو په شتون باندې د بندیز په هکله د اترپرادیش د صوبايي حکومت پریکړې د دغه هیواد د مسلمانانو قهر راوپاروه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 01, 2018 03:39 Asia/Kabul
  • د هند مسلمانانو د اترپرادیش په صوبايي حکومت اعتراض وکړ

د تاج محل جومات د جُمعې په لمانځه کښې له آګرا ښاره د بهرو مسلمانانو په شتون باندې د بندیز په هکله د اترپرادیش د صوبايي حکومت پریکړې د دغه هیواد د مسلمانانو قهر راوپاروه.

د ایرنا د رپورټ له مخې، د اترپرادیش د صوبايي چارواکو په پریکړې باندې اعتراض کونکي د تاج محل جومات د جمعې په لمانځه کښې له آګره ښار نه د بهرو مسلمانانو په شتون باندې بندیز په هند کښې د اسلامي تمدن د سترتوب د یوې نښې په توګه د دغه جومات د اهمیت د کمولو لپاره د هلوځلو په چوکاټ کښې ګڼي.

د هندوستان مسلمانانو باوري دي چې د دغه هیواد حکومت دې هند د مسلمانانو ترمینځ توپیر او فرق ونه کړي او د دغه هیواد ټول مسلمانان باید په تاج محل جومات کښې د لمونځ د کولو اجازه ولري.

د هندوستان د لرغون پيژندنې د ادارې د پریکړې له مخې چې د تاج محل د ودانۍ د اداره کولو دنده په غاړه لري، له دې وروسته به تاج محل جومات ته د جمعې د لمانځه لپاره د تلونکو کسانو پيژند پاڼې کتل کیږي او یوازې د آګره ښار استوګن مسلمانان به جومات ته د ننوتو اجازه ولري.

تاج محل په هندوستان کښې د مسلمانانو په لاس جوړه شوې د اسلامي هڅوب او معمارۍ یوه پرتمینه نمونه ده.