امریکا په سوریې کښې دوې پوځی اډې جوړوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68496-امریکا_په_سوریې_کښې_دوې_پوځی_اډې_جوړوی
مهر خبری اژانس راپور راکړی له سوریې دامریکا د عسکرو د زر وتلو په اړه د دغه هیواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادعا په اپوټه واشنګټن دسوریې په شمال کښې په منبج (Manbij) کښې د ددو اډو د جوړولو په حال کښې دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 04, 2018 01:12 Asia/Kabul
  • دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تیرې پنجشنبې ورځ ادعا کړي وه چې ددغه هیواد پوځیان زر له ترکیې وځي .
    دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تیرې پنجشنبې ورځ ادعا کړي وه چې ددغه هیواد پوځیان زر له ترکیې وځي .

مهر خبری اژانس راپور راکړی له سوریې دامریکا د عسکرو د زر وتلو په اړه د دغه هیواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادعا په اپوټه واشنګټن دسوریې په شمال کښې په منبج (Manbij) کښې د ددو اډو د جوړولو په حال کښې دی .

امریکا د سوریې په مبنج ښار کښې  د دادات(Dadat) کلی په شمال کښې چې دسوریې د کرد ډیموکراټیکو اتحاد ګوند او د پی کی کی په شمول د کرد ډلو په کنټرول کښې دی د دوو(۲) اډو د جوړولو په حال کښې ده .

دامریکا عسکرو حاضردمه دسوریې په منبج سیمه کښې د څارنې یو(۱) مرکز هم جوړ  کړی دی .

دامریکا یوه(۱) اډه په جرابلس کښې د ساجور (Sajur)سیند په اته (۸)کلومیټرۍ کښې ده  چې د فرات د ډهال عملیاتی سیمه او د منبج لومړۍ کرښه له یوبل جلا کوی او بله اډه هم د دادات(Dadat) کلی دجنوب  په څلور(۴) کلومیټرۍ کښې دجوړیدا په حال کښې ده .

دا په داسې حال کښې دی چې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تیرې پنجشنبې ورځ ادعا کړی وه چې ددغه هیواد پوځیان زر له سوریي  وځی .

امریکا په تیرو څو کلونو کښې په ځلونو په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره دمبارزې په پلمه په دغه هیواد بمبارې کړی دی او دمشق هم په ځلونو په خپل هیواد کښې دواشنګټن پوځی شتون نیواکګر اقدام او د خپلې واکمنۍ خلاف ورزۍ بللی او هغه یې غندلی دی .

امریکا له سعودی عربستان، انګلستان ، فرانسې ، جرمنی ، ترکیې ، قطر ، متحده عربی اماراتو، بحرین ، کویت ، اسرائیلو او اردن وغیره سره یوځاې په سوریې ، عراق ، لیبیا ، یمن وغیره کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالی ، وسله والې او استخباراتی مرستې کوی .