د هند ترکنټرول لاندې ټول کشمير کښې اعتصاب دوام لري
Apr 06, 2018 10:39 Asia/Kabul
خبري سرچينو د هند ترکنټرول لاندې کشمير سيمه کښې د هندي فوځيانو په جنايتونو په احتجاج کښې د عامه اعتصاب يا هړتال خبر ورکړ.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې دغه اعتصاب چې د هندي ځواکونو په لاسو د اتلسو کشميري ځوانانو په وژلې باندې اعتراض کښې د تېر ګل له ورځې شروع شوے دے هم هغه شان دوام لري.
د دغه عامه اعتصاب په وجه د زدکړواو تجارتي مرکزونه او بازارونه وتړل شول او د دغې سيمې د خلقو ژوند په ټپه اودرېد.
د کشمير د حريت کانفرنس مشرانو سيد علي شاه ګيلاني، محمد ياسين ملک او مير واعظ عمر فاروق تاکيد وکړ، د هند حکومت د داو او زور له لارې غواړي د کشمير خلق وځپي خو هيڅکله به کامياب نه شي.
ټیګونه